امنیت او جرمونه
راپورونه
پروان کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د پروان امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی او په تړاو يې درې کسان نیول شوي هم دي.
مېمنه کې د یوه جومات مخې ته چاودنه شوې
د فاریاب سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت مرکز میمنې ښار کې د یوه جومات مخې ته چاودنه شوې خو مرګژوبله نه لري.
۱۲ ټانکره بېکیفیته تېل د هرات له اسلامکلا بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، له ایرانه وارد شوي ۱۲ ټانکره بېکیفیته تېل یې د هرات له اسلامکلا بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.
کابل کې دوه انسانتښتوونکي نیول شوي او یو کس یې له بنده راخوشی شوی
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې دوه انسانتښتونکي نیولي او یو تښتول شوی کس یې ترې ژغورلی دی.
پروان کې د راکټ مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي
د پروان سیمهييز مسوولين وايي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د راکټ مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
کندهار کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده خوشی شو
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې یې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده خوشی کړی او د پېښې په تړاو یې یو کس نیولی دی.
سرپل کې نامعلومو وسلهوالو یو ځوان وژلی
د سرپل امنیتي مسوولین وایي، تېره شپه یو ۱۷ کلن ځوان د دغه ولایت په مرکز کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
کندهار کې له ۶۰۰ جریب ډېره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده
د کندهار سیمهییز مسوولین وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان وروسته چې د نشهيي توکو نه کرلو په اړه یې صادر کړی و، په تېرو شاوخوا اتو میاشتو کې د دغه ولایت په…
د کورنیو چارو وزارت: تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د انسانتښتونې ۱۲۰ پېښې ثبت شوې دي
د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د انسانتښتونې ۱۲۰ پېښې ثبت شوې او د عاملینو پر ضد یې په بېلابېلو سیمو کې ۲۰۰ عملیات ترسره شوي دي.
غزني کې د یوه ډاکټر د وژلو په تور د هغه د تره زوی نیول شوی
د غزني سیمهییز مسوولین وايي، د یوه ډاکټر د وژلو په تور- چې وړمه ورځ د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې وژل شوی او موټر یې تښتول شوی و- د هغه د تره زوی نیول شوی دی.
خوست کې د یوه سوداګر پر کور عملیات؛ امنیتي مسوولین وايي، پر بل کور یې د برید مخه نیولې
خوست کې د يوه سوداګر د کورنۍ غړي ادعا کوي چې امنيتي کسانو يې پر کور عمليات کړي، خو مسوولین بيا وايي چې يادې کورنۍ غوښتل پر يوې بلې کورنۍ وسلهوال بريد وکړي چې مخه يې نيول شوې ده.
ځاځياریوب کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دوو کسانو ټپي کېدو ادعا شوې خو چارواکي یې ردوي
يوه ځايي سرچينه وايي، پنځه ورځې وړاندې د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ دوه اوسېدونکي د پاکستانيو ځواکونو په ډزو کې ټپيان شوي، خو د والي وياند دا څرګندونې تشه اوازه بولي، وايي حقيقت نه لري.
غزني کې د ۱۲ ټنه ومان (طبي بوټی) د قاچاق مخه نیول شوې ده
د غزني امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز اړوند د روضې کوتل سیمه کې یې په یوه مازدا موټر کې بار ۱۲ ټنه ومان له موټرچلوونکي سره یوځای نیولي دي. د دغه…
بغلان کې د تورو شیشو لرونکو موټرو پر کرځېدو بندیز ولګېد
د بغلان امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې د تورو شیشو لرونکو موټرو پر کرځېدو بندیز ولګاوه.
د پاکستان په کویټه کې چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي
د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې، د یوې چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د ۱۳ سوداګرو د تښتونې پېښې؛ شنونکي یې د پانګونې د فرار هڅه بولي، پر مخنیوي یې تینګار کوي
د سوداګرۍ خونه په تېرو دوو تر درېیو میاشتو کې د ۱۳ سوداګرو له تښتونې خبر ورکوي او ځيني شنونکي دا کار له هېواده د پانګونې د فرار هڅه بولي، وایي څوک چې د پانګونې بهیر زیانمنوي، باید مخه یې ونیول شي.
کندهار کې يوه نجلۍ او يو کس په جلا پېښو کې وژل شوي
چارواکي وايي، د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوې اتلس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده؛ دغهراز په یوه بله پېښه کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس ویشتل شوی او وژل شوی دی.
کابل کې د غلو پنځه کسیزه ډله نیول شوې
امنیتي سرچینې په کابل ښار کې د غلو یوې پنځه کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکوي.
ننګرهار کې يو ماشوم له تښتوونکو ژغورل شوی
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په سرهرود ولسوالۍ کې يې يو ماشوم له انسانتښتوونکو ژغورلی او په تړاو يې يو کس هم نيولی دی.
د کابل پښتونستان واټ ته څېرمه چاودنه کې دوه تنه ټپيان شول
د کابل امنيتي مسوولین وايي چې پښتونستان واټ ته څېرمه د ماين په چاودنه کې دوه عام وګړي برسېرن ټپیان شوي دي.
سرپل کې یو غل ووژل شو
د سرپل امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېره شپه د یاد ولایت د مرکز اړوند یوه کور ته څلور غله ورغلي وو چې د خلکو د مقاومت په پایله کې یو غل وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
هلمند کې پاکستان ته د څارویو قاچاق مخه نیول شوې ده
د هلمند په ګرمسېر ولسواالۍ کې پاکستان ته د یو شمېر څارویو د قاچاق مخنیوی شوی او ورسره په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
بلخ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي په مرموز ډول وژل شوي
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چمتال ولسوالۍ د یوې کورنۍ اووه کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.























