ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرې جګړې یو معلول سرتېری: پرې شوو پښو مې ژوند نیمګړی کړی

د تېرې جګړې یو معلول سرتېری: پرې شوو پښو مې ژوند نیمګړی کړی

author avatar
12 Feb 2023 - 13:48
د تېرې جګړې یو معلول سرتېری: پرې شوو پښو مې ژوند نیمګړی کړی
author avatar
12 Feb 2023 - 13:48

اسعداباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د تېر حکومت یو معلول سرتېری وايي، په تېره شل کلنه جګړه کې یې دواړه پښې له لاسه ورکړې او اوس که ټوله نړۍ دده شي پرې شوې پښې يې بېرته نه جوړېږي او تل به معلول وي.

دغه کس حماد نومېږي او د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

هغه وايي، د ملي اردو په لیکو کې و او پنځه کاله مخکې یې په کندوز کې د جګړې پر مهال په ماین چاودنه کې دواړه پښې له لاسه ورکړې.

د حماد په خبره، د جګړې له زوره هغه څوک ښه خبر وي چې زیان يې لیدلی وي.

نوموړی زیاتوي، هغه مهال د ځوانۍ په جوش کې و او قوماندان يې د جګړې لومړۍ کرښې ته د تګ لپاره وهڅاوه، خو کله چې ټپي شو نو تر ننه يې چا پوښتنه نه ده کړې.

هغه وویل، جګړه غمونه زېږوي او دده اوسنی حالت يې ښه ثبوت دی.

هغه زیاته کړه: «قوماندان به مې په شا ټپ راکړ چې ته تر ټولو تکړه يې او مخکې شه، همالته د ماین چاودنې له امله زما دواړه پښې پرې شوې، نو تر ننه مې بیا نه قوماندان ولید او نه چا د مرستې لاس راکړ.»

حماد وايي، اوس د ماڼوګي ولسوالۍ په بازار کې په یوه نان‌وايي کې هره ورځ د ۱۵۰ افغانيو په بدل کې کار کوي او پر همدې پیسو د کورنۍ لګښت پوره کوي.

هغه وویل: «له کوره تر بازاره مو نیم ساعت لار ده، د زاړه ویلچر په مرسته ورځم، ویلچر هم زوړ شوی او د نوي رانیولو لپاره پيسې نه لرم.»

نوموړی وايي، واده يې کړی خو بچيان نه لري، مشر ورور يې خپل یو زوی ده ته ورکړی دی.

هغه زیاتوي: «له ځایه د پاڅېدو لپاره مې له مېرمنې مرسته غواړم او زه له هغې ډېر منندوی یم.»

حماد وویل: «۲۸ کاله عمر لرم، کله چې روغ وم هرچا به ښه چلند راسره کاوه، خو چې معلول شوم نو ان ډېرو نږدې خپلوانو راسره په دې موخه سلام کلام بند کړ چې ګواکې زه له هغوی پيسې ونه غواړم.»

دی وايي، که له لوږې مړ هم شي تر دې يې غوره ګڼي چې نورو ته د سوال لاس وغځوي.

هغه وویل: «که څه هم دواړه پښې مې پرې دي، خو دا مې زړه نه مني چې نورو ته د سوال لاسونه اوږده کړم، ان مرګ له دې کاره غوره ګڼم.»

د پخواني ملي اردو دغه سرتېری وايي، پلار او مور ته يې تر ځان ډېر زړه بدېږي، ځکه په وینا يې چې هغوی ډېر بې‌وزله دي او دی هم ورسره د مرستې توان نه لري.

هغه وویل: «تاسو پوهېږئ چې اولاد ډېر ګران وي، زما مور او پلار تل زما د معلولیت په اړه ځورېږي، اقتصادي وضعه يې داسې نه ده چې زما سره مرسته وکړي، ای کاش چې زه معلول نه وای او له دوی سره مې مرسته کولای شوای.»

حماد زیاته کړه، د شهیدانو او معلولینو وزارت هم په تېر نظام کې ورته معاش ورکاوه او هم يې اوس ورکوي.

هغه وویل: «اوس د شهیدانو او معلولینو وزارت هره میاشت ۵۰۰۰ افغانۍ معاش راکوي چې د کال ۶۰۰۰۰ کېږي او په دې مې ګوزاره روانه کړې ده.»

نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې وویل، د اوسني امن د دوام لپاره دې هیڅ ډول هڅې نه سپموي، ځکه په وینا يې چې جګړې له نړۍ ډېر وروسته پاتې کړي یو.

هغه له حکومته هم وغوښتل چې د تېرو جګړو د ټولو قربانیانو کورنیو ستونزو ته رسېدنه او ورسره مرستې وکړي.

بلخوا، د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب‌الله حنیف وايي، حکومت هڅې پيل کړې چې د یوه منظم پلان له مخې په تېرو جګړو کې د ټولو قربانیانو او معلولینو له کورنیو سره مرسته وکړي.

هغه وویل: «تېرو جګړو زموږ ډېر وطنوال د غم او ویر پر ټغر کېنولي، خدای دې نور په وطن کې راغلې سوله او امن دوامداره او دایمي کړي، حکومت هڅه کوي چې د تېرو جګړو له ټولو قربانیانو او معلولینو له کورنیو سره مرسته وکړي.»

د یادونې ده، په هېواد کې تېرو جګړو نه یوازې د زرګونو هېوادوالو ژوند واخیست او مالي زیانونه یې واړول، بلکې میلیونونه کسان یې معلول هم کړل چې نن د ټولنې د اوږو بار دي.

Visits: 3572

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.