Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې نامعلومو وسله‌والو یو قومي مشر وژلی

مزارشریف (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د حاجي سیدجان په نوم یو قومي مشر د نامعلومو وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون له غرمې مخکې ۱۱ بجې د نهرشاهي ولسوالۍ د لنګرخانه کلي اوسېدونکی او قومي مشر حاجي سیدجان د نامعلومو وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

وزیري زیاته کړه، سیدجان د دهدادي ولسوالۍ په قلعه تیمور سیمه کې وژل شوی او پولیسو د پېښې په تړاو پلټنې پيل کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.