ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني کابل ښاریان: ټول امنیتي کسان باید یونیفورم ولري

ځیني کابل ښاریان: ټول امنیتي کسان باید یونیفورم ولري

author avatar
9 Feb 2023 - 16:38
ځیني کابل ښاریان: ټول امنیتي کسان باید یونیفورم ولري
author avatar
9 Feb 2023 - 16:38

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): یو شمېر کابل ښاریان وایي، اوس هم ځیني امنیتي کسان له یونیفورم پرته له وسلو سره په ښار کې ګرځي چې باید مخه یې ونیول شي، خو امنیه قومانداني وایي، دا هغه «مجاهدین» دي چې په نظام کې د ثبت او نوم‌لیکنې لپاره له ولایتونو کابل ته راځي او د دې پروسې په بشپړېدو به دا ستونزه حل شي.

د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ حسن‌خېلو کلي اوسېدونکی رحیم‌الله هم وايي، د اسلامي امارت د بیا حاکم کېدو په لومړیو کې شاوخوا ۹۰ سلنه امنیتي کسانو يونيفورم نه درلود، خو اوس تر ډېره منظم شوي او ورو ورو پرمختګ کوي.

هغه د ټولو امنیتي کسانو د یونیفورم پر درلودو د ټینګار ترڅنګ وایي: «دا چې طالب درېشي پر تن ولري، موږ يې په ښه ډول پېژندلی شو او باور مو پر راځي چې دا مجاهد دی، خو دا چې په کوم ځای کې چې وسله‌وال ولاړ وي او درېشي يې نه وي اغوستې، نه معلومېږي چې دا طالب دی او که کوم بل څوک.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی نبي‌الله وایي: «زموږ غوښتنه دا ده، په هر ځای کې چې امنيتي کس وي، بايد يونیفورم ولري، ډېر داسې وخت راغلی او موږ ورسره مخ شوي هم يو چې يو څوک [له یونیفورم پرته] ولاړ وي، موږ ورنه تېر شوي یو، دوی هم خفه وي او موږ هم خجالت شوي يو.»

شنونکي: یونیفورم د نظم او ښه امنیت لپاره اړین دی

د پوځي چارو شنونکی محمدصادق شینواری هم وایي چې پر ځانګړي یونیفورم او مسلکي زده‌کړو سمبال امنیتي ځواکونو شتون په ټولنه کې د نظم او ډیسپلین ښکارندویي کوي.

د هغه په وینا، که چېرې امنیتي کسان پر یونیفورم سمبال وي نو ښاریان د امنیت احساس کوي او دغه کار کولی شي چې د نامسوولو کسانو مخه ونیسي او د جنایي پېښو کچه راکمه کړي.

شینواري دغه راز زیاته کړه، کورنیو چارو وزارت باید خلکو ته دا پوهاوی هم ورکړي چې په تلاشیو کې پر یونیفورم سمبال ټول امنیتي کسان د حکومت کسان دي او که پرته له دې کوم کسان یې دروي، نو هغه غیرمسوول وسله‌وال دي او باید امنیتي ادارې پرې خبرې کړي.

د پوځي چارو یو بل پوه محمدیوسف امین ځاځی هم وایي چې د یونیفورم مراعاتول په حقیقت کې د قانون مراعاتول دي او له لارې یې د مسوولو او غیرمسوولو کسانو تفکیک کېدای شي.

ده وویل، یونیفورم د ټولنې په ثبات او امنیت کې مثبت رول لري او که چېرې امنیتي کسان یونیفورم ونه لري، فرصت طلبه کسانو ته د ناقانونه کړنو زمینه برابرېږي.

د نظامي چارو بل شنونکی عزیز ستانکزی هم وایي، د امنیتي کسانو لپاره یونیفورم اړین او ضروري دی او باید خلک هم پر دې پوه شي چې کوم ارګان څه ډول یونیفورم لري، څو د موظفو امنیتي او غیرمسوولو کسانو ترمنځ تفکیک وکړای شي.

دی وایي، اوس د کورنیو چارو وزارت ډېر کسان یونیفورم لري، له خلکو سره هم ښه چلند کوي خو هیله یې څرګند کړه چې ټولو ارګانونو ته د یونیفورم د وېش چارې بشپړې شي.

ځدران: ټولو امنیتي کسانو ته د یونیفورم وېش د اسلامي امارت له لومړیتوبونه دی

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې يونیفورم په ټولنه کې د نظم او ډسپلين لپاره مهم بنیاد بلل کېږي او له مخې یې د هر ارګان کارکوونکي پېژندل کېږي؛ نو ځکه اسلامي امارت دغې چارې ته لومړیتوب ورکړی او په کابل کې ټولو پولیسو ته ځانګړی یونیفورم وېشل شوی دی.

ځدران په دې اړه چې ایا په کابل کې داسې پولیس سرتېرې شته چې يونیفورم يې نه وي ترلاسه کړی؟ وایي: «يوه خبره باید وکړم چې د اوس لپاره دوی ته يوه – يوه جوړه يونیفورم رسېدلی، بعضې وخت کې که د پوليسو يونیفورم خيرن شوی وي او یا د کومو ملاحظاتو له امله یې په رسمياتو کې نه وي پر تن کړی؛ په هغه پسې تر شا موږ د کابل په امنيه قوماندانۍ کې يو تعقیبي ټيم لرو، هغه ګرځي پر چک پاينټونو او حوزو، څو ټول سربازان باید پر يونیفورم سمبال وي؛ هغه څوک چې په رسمياتو کې یې يونيفورم نه وي پر تن کړی، هغه امنیه قوماندانۍ او يا اړوندې حوزې ته معرفي کېږي او پوښتنه ورنه کېږي چې د کومو ملاحظاتو له امله يې يونيفورم نه دی پر تن کړی.»

د اسلامي امارت اړوند هغه نظامیان چې تر اوسه په کوم ارګان کې نه دي شامل او ثبت شوي او له یونیفورم پرته په کابل ښار کې ګرځي، په چیک پاینټونو کې درول کېږي، پوښتنې ترې کېږي او د وسلې ګرځولو کارتونه یې هم کتل کېږي.

ځدران په دې اړه چې ایا په کابل کې داسې کوم امنیتي ارګان شته چې یونیفورم يې نه وي ترلاسه کړی؟ وایي: «زما معلومات دا دي چې ټولو رسمي ارګانونو ته یونیفورم رسېدلی؛ استخبارات هم ځانګړی يونیفورم لري او په چک پاينټونو کې ګورو، زموږ داخله وزارت هم ځانګړی يونيفورم لري چې تاسو يې ګورئ، د دفاع وزارت په اړه کافي معلومات نه لرم، فکر کوم چې هغوی پخوانی يونيفورم د اوس لپاره کاروي.»

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند په دې اړه چې ځيني داسې کسان چې يونيفورم نه لري په ښار کې لیدل کېږي او له وسلو سره ګرځي، وویل: «يو زموږ اصلي کارمندان دي، پوليس او افسران؛ هغوی ته يونیفورم رسېدلی او هغوی پر دې باندې مکلف دي چې د رسمياتو په وخت کې باید يونیفورم ولري. د دې ترڅنګ زموږ بعضې مجاهدين چې لا هم له ثبت‌نام څخه پاتې دي، نو دوی حق لري چې په دې دولت کې ځان ثبت کړي او له دې لارې ولس ته خدمت وکړي، نو کليوال مجاهدين دلته راځي کابل ښار ته، هغوی د خپلې سيمې امنيې قوماندانۍ او يا داخله وزارت د سلاح ګرځولو اجازت کارت لري، راځي خپل کار کوي او بېرته ځي، اما په دې شکل باندې چې دوی په کومو چارو کې لاسوهنه وکړي او يا دلته خلک وګواښي او په خپله مخه د کوم تاجر په معامله کې لاسوهنه وکړي، دا اجازت دوی نه لري، خو د خپل ځان د حفاظت لپاره د سلاح ګرځولو اجازت کارت ورکړل شوی او دوی يې ځان سره ګرځوي خو زما په فکر، هغه مجاهدين چې له ثبت‌نام څخه پاتې دي او د وخت په تېرېدو سره ټول ځای پر ځای کېږي په دولت کې، په هر ارګان کې، نو چې کوم وخت د کوم ارګان اړوند کېږي، د هماغه ارګان يونیفورم به پر تن کوي. وروسته د سلاح لپاره، په راتلونکي کې دغه شان ته قوانين وضع کېږي چې په کوم وخت یو کس سلاح ګرځوي، یا بالفرض يو مشر لپاره څو ساتونکو ته ضرورت دی، د هغه لپاره کوم ډول يونيفورم ځانګړی شوی، دا په راتونکي کې راروان اوامر دي چې ټول به يې عملي کوو.»

خالد ځدران په دې اړه چې کېدای شي ځیني مجرمین په شخصي کالیو کې ځانونه امنیتي کسان معرفي کړي او جرمونه ترسره کړي، وایي چې امنیتي کسان د دندې او یا عملیاتو پر مهال هرو مرو یونیفورم لري او ټول امنیتي ارګانونه که کومه دنده ترسره کوي، د همغږۍ کمېسیون له لارې یې همغږي کېږي.

دی زیاتوي: «دا چې زموږ حوزه په جریان کې کېږي نه، په خپل سر باندې راځي، بدون له يونیفورم او په غیررسمي وخت کې څوک وړي له ځان سره، دا مجرم دی.»

د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، خلک دې په داسې حالتونو کې له اړوندو حوزو سره د حوزو ځانګړو شمېرو له لارې او یا د پولیسو په ۱۰۰ شمېره اړیکه نیسي.

ځدران زیاتوي: «د ۱۰۰ شمېرې لاندې تقريباً ۳۰ نفره پرسونل کار کوي، هغه په منظم وخت باندې په دقیق او په لنډ وخت کې نږدې پرسونل ته سپاري او هلته اجراات کوي او هغه کسان ګوري چې دا څوک دي، د چا په اجازه راغلي او له هغوی پوښتنې ګروېږني کېږي؛ که چېرې یې حوزه یا مشران په جریان کې نه وي اچولي، هغه د امنیتي ارګانونو له لوري نيول کېږي، حوزې ته وړل کېږي، وروسته پلټلنې ترې کېږي چې دا مجرمين دي او د څه پر اساس باندې دلته راغلي دي.»

هغه ټولو امنیتي کسانو ته د یونیفورم د وېش بشپړېدو په اړه وایي، هر کله چې ټول «مجاهدین» په نظام کې ثبت شي او دا پروسه بشپړه شي بیا به د يونیفورم مسئله هم په بشپړه ډول حل شي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي: «امید شته او کوښښ روان دی چې په ډېر لنډ وخت کې دا کار وشي، که څه هم دا پروسه څه ناڅه غټه ده، په لومړيو کې د يونیفورم موضوع هم موږ ته ډېره اسانه ښکارېده چې په يوه ورځ به یونیفورم جوړ او په بله ورځ به ووېشل شي، د ملت غوښتنه هم همدا وه خو دلته ۴۰ کاله دربدرۍ، جګړې او ناخوالې تېرې شوې، نظام هم د يو بيمار په څېر دی چې ټپونه يې ورو ورو رغېږي، انشاءالله امید شته چې د وخت په تېرېدو سره کوښښ کېږي او مشرتابه هم لګیا دی چې دغه مسئله ژر خلاصه کړي.»

د یادونې ده، پر کابل سربېره په ډېرو ولایتونو کې امنیتي کسانو ته یونیفورم وېشل شوی او دا لړۍ روانه ده.

Views: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.