ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې سلګونه جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې

لوګر کې سلګونه جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې

author avatar
14 Feb 2023 - 17:28
لوګر کې سلګونه جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې
author avatar
14 Feb 2023 - 17:28

پل علم (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم کې یې تازه ۱۱۵۰ جریب دولتي ځمکه له غصبه راګرځولې ده.

د یاد کمېسیون یوه غړي شاهدالله همراز پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز پل علم په «هونې سفلی» او «شیروازې» سیمو کې ۱۱۵۰ جریب دولتي ځمکه -چې د لسګونه کسانو له لوري غصب شوې وه- له غصب څخه خلاصه شوه.

هغه زیاته کړه، د لوګر ولایت د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له تېرو شپږو میاشتو راهیسې فعالیت پیل کړی او د مرکز پل علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې په چټکۍ د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی کوی.

نوموړی وايي، تر اوسه یې په بره‌کي برک، څرخ ولسوالیو او مرکز پل علم کې شاوخوا ۵۰ زر جریب دولتي ځمکه له غاصبینو څخه خلاصه کړې ده.

همراز وايي، د راګرځول شوې ځمکې د غصب په تور لسګونه کسان هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، خو له یادو کسانو څخه تضمینونه اخېستل شوي چې بیا به غصب نه کوي او بېرته ازاد شوي دي.

هغه زیاتوي: «د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په ډېرې چټکۍ سره کار کوي څو پورې غصب شوې دولتي ځمکې بېرته را وګرځوي او همدا روانه اونۍ مو د مرکز پل علم په هونې سفلی او شیروازې سیمو کې شاوخوا ۱۱۵۰ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړه؛ په یاده ځمکه باندې ځینو کسانو د احاطې دېوالونه هم جوړ کړي و او ځینو کسانو  پرې کرکېله پيل کړې وه چې  په نږدې ورځو کې به ونړول شي.»

د مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي هم د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون کارونه ستايي، خو یو شمېر نور یې بیا وایي چې دغه کمېسیون باید په مرکز پل علم کې هغه سیمې هم له غصبه خلاصې کړي چې د تېر جمهوریت پر مهال یو شمېر لوړپوړو دولتي مسوولینو او د خلکو استازو غصب کړې او ودانۍ یې پرې جوړې کړې دي.

د پل علم یوه اوسېدونکي مصور پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېر جمهوریت پر مهال په پل علم ښار کې یو شمېر پخوانیو مسوولینو او د خلکو استازو له لوري ځینې مهمې دولتي ځمکې غصب شوې او اوس‌مهال پرې دنګې ودانۍ جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون باید یادې ودانۍ هم ونړوي او غصب شوې ځمکې یې دولت ته وسپاري.

د پل علم یوه بل اوسېدونکي حاجي رسول‌ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، دولت ته په کار ده چې په مرکز پل علم او ولسوالیو کې هغه خلکو ته د استوګنې ښارګوټي جوړ کړي چې د سرپناه لپاره ځمکې نه لري او په غېرقانوني بڼه دولتي سیمې لاندې کوي.

نوموړی وایي: «که دولت خلکو ته د سرپناه ځمکې توزیع کړي، یو خو به د دولت عواید لوړ شي او بل به ډېرې سیمې له غصب څخه وژغورل شي.»

د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون شپږ میاشتې مخکې په لوګر کې فعالیت پیل کړی چې د دغه ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ په خاکې، د څرخ ولسوالۍ په ډبر او د مرکز پل علم په سپېڅ سیمو کې شاوخوا ۵۰ زره جریب دولتي ځمکه له غصب څخه را ګرځولې ده.

Visits: 354

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.