ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې دوه ځوانان وژل شوي او یوې پېغلې ځانوژنه کړې

بادغیس کې دوه ځوانان وژل شوي او یوې پېغلې ځانوژنه کړې

author avatar
15 Feb 2023 - 03:21
بادغیس کې دوه ځوانان وژل شوي او یوې پېغلې ځانوژنه کړې
author avatar
15 Feb 2023 - 03:21

قلعه نو (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې دوه ځوانان د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي او یوې پېغلې ځوان وژنه کړې ده.

د بادغیس د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا احمد جان حنظله د سلواغې په ۲۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې د قادس او تګاب ولسوالیو ترمنځ سیمه کې دوه د عبدالمنان او عبدالعلي په نومونو دوه ځوانان چې دد چک آب زاده حکیم کلي اوسیدونکي وو، د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې تراوسه ددوی قاتلین نه دي معلوم او پولیس یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د یو بل خبر په دغه ولایت کې یوې پېغلې ځانوژنه کړې ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي چې دا پېښه په آبکمري ولسوالۍ کې نن رامنځته شوې ده.

حنظله وایي چې دغې ۱۸ کلنې نجلې ځآن زنده کړې ده او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

 

Visits: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.