ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حماد: هغه کسان ونیول شول چې ترکيې ته د خلکو د لېږد اوازه يې خپره کړې وه

حماد: هغه کسان ونیول شول چې ترکيې ته د خلکو د لېږد اوازه يې خپره کړې وه

author avatar
16 Feb 2023 - 09:44
حماد: هغه کسان ونیول شول چې ترکيې ته د خلکو د لېږد اوازه يې خپره کړې وه
author avatar
16 Feb 2023 - 09:44

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۱): د رسنیو پر خپرونو د څار رئیس وایي، هغه «ښکنځلماران» چې د کابل هوايي ډګر سره یې ځينې خلک توهينول او ځانونه يې د نظام برخه ګڼله او هغه «مخربين» چې ترکيې ته د انتقال تخریبي اوازه يې خپره کړې وه، نیول شوي دي.

یوه اونۍ مخکې يو شمېر خلک د شپې له خوا د ناسمې اوازې له مخې چې ګواکې له افغانستانه د ترکيې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره کسان دغه هېواد ته استول کېږي، د کابل هوايي ډګر پر لور ولاړل، خو هوایي ډګر ته یې د ننوتو مخه ونیول شوه.

وروسته په ټولنیزو پاڼو کې یوه وېډیو لاس په لاس کېده چې وسله‌وال کسان د کابل هوایي ډګر سېمه کې په موټر کې سپاره دي او خلکو ته ښکنځلې او ورسره هوایي ډزې هم کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو په خپرونو د څار رئیس مولوي عبدالحق حماد نن په خپله ټوېټرپاڼه کي لیکلي، هغه مخربين چې ترکيې ته د انتقال تخریبي اوازه يې خپره کړې وه، د استخباراتو ریاست له لورې نیول شوي دي.

ده زیاته کړې هغه «ښکنځلماران» هم نیول شوي چې څو ورځې وړاندې يې د کابل هوايي ډګر سره ځينې هېوادوال توهينول او ځانونه يې د نظام برخه ګڼه.

هغه زیاته کړې: «دلته هيڅوک خودسرۍ او تخریب ته نه پرېښودل کېږي.»

Visits: 408

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.