منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۱ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بهرنیو چارو وزارت بلغاریا کې د یو شمېر افغان کډوالو پر مړینه خواشیني ښودلې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۳ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت په بلغاریا کې د یو شمېر افغان کډوالو پر مړينه خواشيني ښودلې او پر افغانانو يې غږ کړی چې خپل ژوند دې له ناقانونه او قاچاقي لارو په خطر کې نه اچوي.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټويټرپاڼه کې د بلغاریا هېواد په صوفیه ښار کې پر یوې پېښې -چې څو افغانانو خپل ژوند په کې له لاسه ورکړی- د دغه وزارت پيغام خپور کړی دی.

په پیغام کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په بلغاریا کې په یوه کانټینري موټر کې -چې د دغه هېواد د پلازمېنې صوفیه پر حلقوي سړک له درې ورځو څخه بند پاتې و- د لوږې، تندې او د اکسيجن کمښت له امله ۱۸ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور د کوربه هېواد مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیا يې د ډاډ وړ دی.

سرچينه کاږي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یادې پېښې له امله د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او یو ځل بیا پر ټولو افغانانو غږ کوي چې خپل ژوند د ناقانونه او قاچاقي لارو له لارې په خطر کې وانه چوي.

سرچينې له ټولو نړۍوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه له کوربه هېواده غوښتي چې د انسانانو قاچاق کوونکي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د یادولو ده، د بلغاریا بي‌اېن‌ار راډیو د ځایي چارواکو په حواله خبر ورکړی و چې په موټر کې ټول ۴۰ افغان کډوال سپاره وو چې له ډلې یې ۱۸ مړه شوي دي.

بلخوا فرانس پرېس خبري اژانس د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې په یاد موټر کې تر لرګیو لاندې شاوخوا ۴۰ کډوال په ناقانونه ډول لېږدول کېدل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه