ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د طلوع نیوز خبریال د استخباراتو له توقیفه ازاد شو

کندهار کې د طلوع نیوز خبریال د استخباراتو له توقیفه ازاد شو

author avatar
19 Feb 2023 - 17:42
کندهار کې د طلوع نیوز خبریال د استخباراتو له توقیفه ازاد شو
author avatar
19 Feb 2023 - 17:42

کندهار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال محمدیار مجروح د استخباراتو ادارې له خوا له پنځه ورځني توقیف وروسته نن (د سلواغې ۳۰مه) ازاد شو.

هغه د تېرې چهارشنبې په ورځ د استخباراتو ریاست ته غوښتل شوی و او له هغې راهیسې همالته و.

چارواکو د مجروح د نیولو مشخص لامل نه دی په ګوته کړی خو وایي، د هغه موضوع شخصي وه او تر حل کېدو وروسته خوشی شوی دی.

په سویل کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول احمد لودین وایي، د مجروح موضوع یې په جدي ډول تعقیب او په مرکز کې د استخباراتو له لوی ریاست او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریکه کړې وه.

د هغه په وینا، د نوموړي موضوع شخصي وه خو بیا هم دوی له اړوند مسوولینو څخه غوښتنه کړې وه چې ژر تر ژره یې حل کړي.

لودین زیاته کړه: «موږ ته استخباراتو وویل، د محمدیار مجروح موضوع شخصي ده او عقیدوي بڼه لري، نو بیا هم تر ډېرو هڅو وروسته هغه له توقیفه خوشی شو.»

خپله محمدیار مجروح پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه د یوه سوه تفاهم له مخې استخباراتو غوښتی و او همداسې یې پرته له کوم دلیله خوشی کړ.

نوموړي زیاته کړه: «یو سوء تفاهم رامنځته شوی و، هغه حل شو او پرته له کومې ستونزې را خوشی شوم.»

Visits: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.