ژبه

د زابل د پخواني والي بسم‌الله افغانمل موټر سوځول شوی

کندهار (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د تېر حکومت پر مهال د زابل د والي بسم‌الله افغانمل پر موټر په داسې حال کې تېل پاشل شوي او اور وراچول شوی چې زوی او ورور یې هم په کې سپاره وو.

چارواکي پېښه تاييدوي او وايي، چا ته زیان نه دی اوښتی او د موضوع په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه پرون مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د سپین بولدک ولسوالۍ په زاړه مانده سیمه کې شوې ده.

دی وايي، بسم‌الله افغانمل له خپل ورور او زوی سره په خپل فیلډر موټر کې چېرې روان و چې پر موټر یې تېل شیندل شوي او اور وراچول شوی دی.

د هغه په خبره، په پېښه کې افغانمل، د هغه ورو او زوی ته زیان نه دی اوښتی خو موټر یې سوځېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې د بسم‌الله افغانمل مدعیان لاس لري چې له ده سره د دوکانونو ملکیت پر سر دعوه کې دي، په دې تړاو څلور کسان نیول شوي او پلټنې ورڅخه پیل شوې دي.»

د سپین بولدک یوه اوسېدونکي احمدضیاء هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بسم‌الله افغانمل او ځینو کسانو ترمنځ د دې ولسوالۍ په بازار کې د یو شمېر دوکانونو ملکیت پر سر دعوه وه چې د محکمې د پرېکړې له مخې، بسم‌الله افغانمل ته سپارل شوي وو.

هغه زیاته کړه: «دا چې دعوه بسم‌الله افغانمل ګټلې ده نو زما په ګومان هغه خلک اوس دی نه پرېږدي.»

په خپله بسم‌الله افغانمل له پېښې څو ساعته وروسته پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې له یوې بدې پېښې روغ وتلی.

هغه لیکلي: «د لوی او مهربان خدای په فضل او مهربانۍ له يوې بدې پېښې بچ شوم، الحمدالله زه، ورور او زوی مې روغ او جوړ يو.»