ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې یو ځوان د ښکاري ټوپک په خطايي ډز وژل شوی

کاپیسا کې یو ځوان د ښکاري ټوپک په خطايي ډز وژل شوی

author avatar
3 Mar 2023 - 16:44
کاپیسا کې یو ځوان د ښکاري ټوپک په خطايي ډز وژل شوی
author avatar
3 Mar 2023 - 16:44

محمودراقي (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۱): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یو ځوان د ښکاري ټوپک خطايي ډز له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ د رسنیو او عامه اړیکو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې تېره ورځ د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ د «دلیار خارج دره» کلي کې یو ځوان په تېروتنه د ښکاري ټوپک ډز له امله وژل شوی دی.

سرچینه لیکي: «د ادریس په نوم یوه ځوان له بل ځوان سره په چره‌یي ټوپک لوبې کولې چې ناڅاپه ډز شوی چې په پایله کې ادریس نومی د سترګې په برخه کې ټپي کېږي چې خپلوان یې لومړی د ولسوالۍ کلینیک ته او بیا یې د پنجشېر ایمرجنسي روغتون ته وړي خو هلته یې ساه ورکړې ده.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په تړاو څوک نیول شوي نه دي؛ ځکه د کورنۍ غړو یې پر چا ادعا نه ده کړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.