منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

غړي

يوناما وايي، درې کارکوونکې یې د موقت وخت لپاره توقیف شوې خو حکومت يې ردوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت وايي، د دوی درې افغان ښځينه کارکوونکې د امنیتي کسانو له خوا په موقت ډول د پوښتنو لپاره توقیف شوې دي، خو حکومت وايي چې د ملګرو ملتونو اړوند کومه ښځينه کارمنده نه ځورول شوې او نه هم توقیف شوې ده.

غړي

اروزګان کې ۱۵ کسان د نشه‌يي توکو د پروسس او غيراخلاقي کړنو په تور نیول شوي

د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې ۸ کسان د نشه‌يي توکو د پروسس، د ترینکوټ - چورې ولسوالۍ پر لار ۲ کسان د اومان په نوم نشه‌يي توکو د لېږد او په چورې ولسوالۍ کې ۵ کسان د غیراخلاقي کړنو په تور نیول شوي دي.

غړي

«تېره یوه میاشت کې د لسګونه ناقانونه درملتونونو فعالیت درول شوی»

د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره په تېرې یوې میاشتې کې په کابل ښار کې له ۱۷۷ درملتونونو د څارنې خبر ورکوي او وایي، د هغوی د څارنې په پایله کې ۷۲ درملتونونه د فارمیسست او فعالیت جواز نه لرلو له امله بند شوي دي.

غړي

کابل کې دوه پاکستانيان د نشه‌يي توکو د قاچاق او دوه کسان د انسان تښتونې په تور نیول شوي

امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې دوه پاکستانيان د نشه‌يي توکو د قاچاق او دوه کسان د انسان تښتونې په تور نيولي دي. د کورنيو چارو وزارت د جنايي څېړنې رياست مشر پاسوال مولوي فیض‌الله…

غړي

تخار کې یوه ښځه وژل شوې ده

د تخار ولایت امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د دشت‌قلعه ولسوالۍ په «نواباد» کلي کې یوه ۴۳ کلنه مېرمن د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوې ده.

غړي

غزني ښار کې یوه مېرمن وژل شوې ده

وسله‌والو کسانو په غزني ښار کې پر یوې مېرمنې - چې اته کلن ماشوم هم ورسره و - ډزې کړې او هغه یې وژلې، خو ماشوم ته یې زیان نه دی اوښتی.

نور راپورونه