ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د موټر چپه کېدو له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بغلان کې د موټر چپه کېدو له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
14 Sep 2022 - 18:29
بغلان کې د موټر چپه کېدو له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
14 Sep 2022 - 18:29

پلخمري (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): د بغلان ولایت مسوولين وايي، د دغه ولایت په شمالي سالنګ کې د کرولا موټر چپه کېدو پېښه کې یو تن مړ او درې نور ژوبل شوي دي.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري ندیر الله عابدي د وږي په  ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د خنجان ولسوالۍ اړوند په  شمالي سالنګ کې کرولا موټر چپه شوی چې په کې ناست یو تن مړ او درې نور یې ټپیان شوي دي.

ده زياته کړه، پېښه نن چهارشنبه سهار د شمالي سالنګ په «شاول» نومې سیمه کې د کرولا موټر د بې حده  تېزوالي او چلوونکي د بې احتیاطۍ  له امله رامنځته شوې ده، موټر چلوونکی چې خپله هم په دغه پېښه کې ټپی شوی، د ترافیکو له خوا نیول شوی او دوسیه به یې تر څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانو ته وسپارل شي.

د خنجان ولسوالۍ اوسېدونکی کاکا غلام وایي، بدبختانه نن سهار یو ځل بیا د سالنګ په شاول سیمه کې کرولا موټر چپه شوی دی.

د هغه په وينا، په دغه پېښه کې یو د شاوخوا دېرشو کلونو په عمر سړی مړ او دوه د همدې عمر کسان ټپیان شوي دي.

درې ورځې وړاندې هم په همدې سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر چپه کېدو په پېښه کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Visits: 161

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.