ژبه

غزني کې یوه مور او څلور ماشومان یې په مرموز ډول وژل شوي

غزني (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): د غزني په زنخان ولسوالۍ کې یوه مور او څلور ماشومان یې په مرموز ډول وژل شوي او جسدونه یې په یوه څاه کې اچول شوي دي.

پېښه تېره شپه ناوخته د یادې شوې ولسوالۍ په ګوډلو کلي کې شوې ده.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د غزني د زنخان ولسوالۍ په ګوډلو کلي کې یوه مور او د هغې څلور ماشومان زندۍ او وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، وروسته د وژل شوې ښځې او د هغې د ماشومانو جسدونه یوې ژورې څاه ته غورځول شوي او بیا د ګاز سرخلاصې ډبه ور پسې اچول شوې څو خلک یې جسدونه ژر را و نه باسي.

د ده په خبره، تر اوسه د پېښې لامل څرګند نه دی خو امنیتي کسان د پېښې په ځای کې دي او په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

د زنخان ولسوالۍ د ګوډلو کلي یوه اوسېدونکي محمداسحاق کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه د دوی د ګاونډي (موسی) په کور کې شوې چې په خپله په سعودي عربستان کې مسافر دی.

هغه زیاته کړه، تېره شپه نامعلوم کسان د یاد شوي کس کور ته ورغلي، د هغه مېرمن او څلور ماشومان - چې له ۳ تر ۷ کلونو عمرونه لري - وژلي دي، خو یو شپږ میاشتنی ماشوم یې په زانګو کې ورڅخه پاتې شوی دی.

دی وايي، نه پوهېږي چې دغه کار به چا کړی وي، ځکه دغې کورنۍ له هیچا سره هیڅ راز ستونزه نه لرله.

د ده په خبره، د موسی له کورنۍ سره لوی ظلم شوی، حکومت باید دا پېښه دقیقه توګه وڅېړی، عاملان یې پیدا کړي او تر ټولو سخته سزا ورکړي.

ورته موضوع