امنیت او جرمونه
راپورونه
ننګرهار کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۲۸ نور ټپيان دي
د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ په بازار کې د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو امنيتي کسانو په ګډون ۲۸ نور ټپيان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت کابل کې اهل هنودو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ
د کورنیو چارو وزارت چارواکي په کابل کې پر درمسال د برید سیمې ته تللي، له اهل هنودو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د امنیت په تړاو د ډاډ ورکولو ترڅنګ یې، د برید له قربانیانو سره د مرستې لپاره ۵۰۰زره افغانۍ هم ورکړې دي.
شمالي وزیرستان کې نامعلومو وسلهوالو څلور ځوانان وژلي
په شمالي وزیرستان کې نامعلومو وسلهوالو څلور رضاکار ځوانان په ډزو وژلي دي.
کندهار او کاپیسا کې درې مړي موندل شوي
ځایي چارواکي وایي چې په کندهار او کاپیسا ولایتونو کې درې مړي موندل شوي دي.
کابل ښار کې چاودنې دوه تنه ووژل
د کابل امنيتي مسوولین وايي، په خواجه بغرا سيمه کې پر يوه کرولا موټر چاودنه شوې چې دوه تنه په کې وژل شوي دي.
هلمند کې څلور کسان پاکستان ته د مس او اوسپنې قاچاق په تور نيول شوي
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې څلور کسان پاکستان ته د مس او اوسپنې د قاچاق په تور نیولي دي.
جلالاباد کې د وسلهوالو غلو له لوري د يوه ډاکټر وژل کېدو خلک اندېښمن کړي
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د وسلهوالو غلو له لوري د يوه ډاکټر وژل کېدو پېښې ځايي خلک اندېښمن کړي؛ دوی له امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې د وسلهوالو غلو مخه دې ونيسي.
ننګرهار کې د ځنګلونو وهنې او د لرګيو قاچاق د مخنيوي کمپاين پيل شو
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په غرنيو سيمو کې د ځنګلونو وهنې او د لرګيو قاچاق د مخنيوي کمپاين پيل شو.
کابل کې پر درمسال د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی
د کابل ښار په کارته پروان کې د سکانو پر درمسال د برید مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.
مجاهد: په کابل کې پر درمسال د برید عاملینو پېژندنې لپاره جدي اقدامات کېږي
د افغانستان سرپرست حکومت د کابل ښار په کارته پروان کې پر درمسال نننی برید غندلی او وایي چې حکومت د دې پېښې عاملینو د پېژندنې او مجازات لپاره د جدي اقداماتو ډاډ ورکوي.
یوناما، هند او یو شمېر افغان سیاستوالو کابل کې پر درمسال برید وغانده
یو شمېر افغان سیاستوالو، هند او یوناما د کابل په کارته پروان کې پر درمسال نننی برید غندلی او هند د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په دې اړه د جزییاتو په تمه دي.
خلک پر جوماتونو بریدونو اندېښمن کړي او پر سختو ټکو یې غندي
یو شمېر خلک پر جوماتونو وروستیو بریدونو اندېښمن کړي او د غندلو ترڅنګ یې له حکومته غواړي چې د مخنیوي لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي.
اروزګان کې د جګړو له امله ویجاړې شوې نظامي ودانۍ رغول کېږي
د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی چې اروزګان ته یې سفر کړی وايي، د دغه ولایت هغه نظامي تاسیسات رغوي چې د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوي دي.
د هلمند په باباجي کې د زړې مرمۍ چاودنې مرګژوبله اړولې ده
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د يوې زړې مرمۍ چاودنې يو کس وژلی او درې نور یې ټپيان کړي دي.
هرات کې د بېکیفیته نفتي توکو ۱۶ ټانکر بېرته ایران ته ګرځول شوي
د سټنډرډ ملي اداره وايي چې په هرات کې د بېکیفیته نفتي توکو ۱۶ ټانکر بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
کابل کې پر درمسال برید ۱۲ کسانو ته د مرګ ژوبلې په اوښتو پای ته ورسېد
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو پر درمسال برید کې د درېیو بریدګرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د کونړ په وټهپور کې د پښتنو او نورستانیانو ترمنځ وسلهواله نښته شوې
کونړ د وټهپور ولسوالۍ په ګمبیر دره کې له سهار راهیسې د پښتنو او نورستانیانو ترمنځ وسلهواله نښته روانه ده چې یو شمېر کسان پکې ټپیان شوي دي.
د کندوز امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنې له امله یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي
د کندوز سیمهییز چارواکي وايي، د امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنې له امله یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
غور کې د وژنې په تور څلور کسان نیول شوي
د غور سیمهییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې څلور کسان د یوې وژنې په تور نیولي دي.























