ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې پاکستان ته قاچاق‌کېدونکي لسګونه میله وسلې او مهمات نیول شوي

کندهار کې پاکستان ته قاچاق‌کېدونکي لسګونه میله وسلې او مهمات نیول شوي

author avatar
25 Jun 2022 - 23:30
کندهار کې پاکستان ته قاچاق‌کېدونکي لسګونه میله وسلې او مهمات نیول شوي
author avatar
25 Jun 2022 - 23:30

کندهار (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱) د کندهار امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت په تېره یوه میاشت کې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.

د کندهار امنیې قومندانۍ له تروریزم سره د مبارزې مدیر ملا عبدالغني حقبین د چنګاښ په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو وسلو او مهماتو کې ۶ کلاشینکوفونه، ۱۳ تومانچې، یو اېم‌پور، ۴۸ دوربینونه، ۵۱ شاجورونه، ۵۲ لاسي بمونه، ۱۴ کارتنه زغرې، دوه میلان، دوه مخابرې، ۱۹ د راکټ مرمۍ او ۵۵۳۷ نورې مرمۍ شامل دي.

هغه زیاته کړه، دغه وسلې په کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ کې ترلاسه او په تړاو یې درې کسان هم نیول شوي دي.

هغه وویل: «د تروریزم ضد مدیریت مسوولینو دا وسلې د کندهار ښار د بېلابېلو حوزو ترڅنګ په سپین بولدک ولسوالۍ کي نیولې او عاملینو یې غوښتل چمن ته يې قاچاق کړي.»

حقبین خلکو ته ډاډ ورکړ چې د هېوادوالو په خدمت کې او امنیت کې به پوره هڅې کوي او له خلکو یې هم وغوښتل چې د غیرقانوني وسلو او مهماتو او د وسلو د قاچاق په اړه له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

پر همدې مهال د کندهار اوسېدونکي وایي، امنیتي ځواکونه باید منظم یونیفورم ولري څو د دوی او نورو غیرمسوول وسله والو توپیر وشي.

دوی وایي، په کندهار ښار کې اکثره وخت په شخصي موټرو او شخصي جامو کې وسله وال ګرځي نو ځکه د امنیتي ځواکونو او غیرمسوولو وسله والو ترمنځ توپیر ګران دی. دا په داسي حال کې ده چې د بې وسلې غلو ترڅنګ په کندهار کې له یو شمېر وسله والو غلو هم پيسې، ټیلېفونونه او نور توکي اخیستي دي.

Visits: 193

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.