ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان ته د پنځه‌زره پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

پاکستان ته د پنځه‌زره پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

author avatar
25 Jun 2022 - 23:23
پاکستان ته د پنځه‌زره پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه
author avatar
25 Jun 2022 - 23:23

کندهار (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱) د کندهار امنیتي مسوولین وایي چي د دغه ولایت په رېګستان ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د درزي ګېټ په ساحه کې یې د پنځه‌زره پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.

د ۲۰۵ البدر قول‌اردو ویاند مولوي نظرمحمد شکیب د چنګاښ په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل، له دغو پسونو سره په تړاو لس کسان هم نیول شوي دي.

د هغه په خبره، له دې مخکې یې هم د زرګونو پسونو د قاچاق مخه نیولې او بیا به هم چا ته اجازه ورنه کړي چې پسونه په قاچاقي ډول له ډیورنډ کرښې واړوي.

نوموړي زیاته کړه: «قاچاق‌کوونکو غوښتل چې دغه پسونه په قاچاقي توګه پاکستان ته واړوي، خو د اسلامي امارت مجاهدینو یې مخه ونیوه او بېرته یې د افغانستان لور ته ستانه کړل.»

مولوي شکیب وویل، د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیتي او نورو ګواښونو د مخنیوي په موخه نوې پوستې جوړېږي چې اوس تازه شل پوستې د سپین‌بولدک ولسوالۍ په ساحو کې جوړې شوې دي.

شکیب وایي، د نورو پوستو پر جوړولو هم کار روان دی او امنیتي ځواکونه به پکې ځای پر ځای شي.

د هغه په خبره: «د دې پوستو څخه په استفادې به وکولای شو د هر متجاوزګر مخه ونیسو او د هر راز سرحدي ګواښونو پر وړاندې سپر و اوسو.»

په پاکستان کې د پسونو د بیو له لوړېدو سره ډېری کوچیان او نور کسان غواړي پسونه له ډيورنډ کرښې هاغاړه واړوي خو د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه نیول کېږي.

Visits: 222

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.