منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په روغتون کې د علي‌وزیر د وژلو هڅه؛ وايي بېرته مې دې زندان ته بوځي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۴ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر ویلي چې په روغتون کې یې د وژلو هڅه کېږي او دوه ځلې پرې بریدونه شوي دي.

علي وزیر چې له وزیرستانه د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی هم دی، له تېرو دوو کلونو راهیسې د حکومت له خوا د یوې وینا له امله په زندان کې دی.

هغه په دې وروستیو کې ناروغ شوی او د درملنې لپاره د کراچۍ جناح روغتون ته وړل شوی دی.

https://twitter.com/IhteshamAfghan/status/1539697519969681408?s=20&t=lbQHeWGv8K-vd7CRLVKc0Q

نوموړي له روغتونه په یوه ویډیو کې ویلي چې هلته نامعلومو کسانو پرې دوه ځلې برید کړی څو ویې وژني.

هغه ویلي چې په روغتون کې یې امنیت ښه نه دی، باید ژر تر ژره بېرته زندان ته ولېږدول شي.

علي وزیر زیاته کړې چې د قانون له مخې، د پارلمان مشر په غونډو کې د ګډون لپاره مکتوب ورکړی، خو ده ته اجازه نه ورکول کېږي.

د پي‌ټي‌اېم دغه مشر زیاته کړې چې سر له نن څخه یې د خوړو اعتصاب پیل کړی او تر هغو به دوام ولري څو غوښتنې یې نه وي منل شوې.