د ملي دفاع وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت امنیتي وضعیت وارزولو
د ملي دفاع وزارت سرپرست ننګرهار ولایت او یو شمیر ولسوالیو ته د سفر پرمهال اړوندو مسوولینو ته له خپلې خاورې د ساتنې په موخه د لازمو اقداماتو سپارښتنې وکړې. د ننګرهار ولايت مقام…
د ملي دفاع وزارت سرپرست ننګرهار ولایت او یو شمیر ولسوالیو ته د سفر پرمهال اړوندو مسوولینو ته له خپلې خاورې د ساتنې په موخه د لازمو اقداماتو سپارښتنې وکړې. د ننګرهار ولايت مقام…
د هلمند حکومتي مسوولين وايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې يوه خور د شپږو وروڼو لخوا وژل شوې ده.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د يوه چيک پاينټ امنیتي کسانو د واده پر موټرو ډزې کړې چې له امله يې ناوې او يو بل کس ټپيان شوي دي.
ننګرهار کي د انساني قاچاق په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور اووه کسان نيول شوي دي.
د اروزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله یو نهه کلن ماشوم ټپي شوی دی.
د کابل او بلخ ولایتونو په څلورو بېلا بېلو چاودنو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د غبرګولي په ۴مه، پخپل تویټر پاڼه کې لیکلي،…
د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې چاودنه شوې ده.
د بلخ امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې درې پرله پسې چاودنې شوې دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي چې امنیتي ځواکونو نن سهار د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د غلا په تور شپږ کسان نيولي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د لسمې حوزې په مربوطاتو کې پنځه تنه غله لاس په لاس د غلا په جرم نیول شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي، د زابل په شملزو ولسوالي کې یې پاکستان ته د ۳۵۰ پسونو د قاچاق مخینوی کړی او ورسره په تړاو یې پنځه کسان هم نیولي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري هغه ځوان نيول شوی چې د ښځينه وو په نوم فېسبوک اډيانو له لارې يې له خلکو پيسې ترلاسه کولې.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه ادعا چې په بګرامیو کې یو ځوان د «ټيک ټاک کارولو» له امله وژل شوی، حقیقت نه لري، یاد کس د غلا په تور نیول شوی و او تېره ورځ یې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د امریکا په ټکساس ایالت کې یوه وسله وال پر يوه ښوونځي ډزې کړې، یو ښوونکی او ۱۴ زده کوونکي يې وژلي دي. امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه نن د ټکساس ایالت د…
د کابل امنیه قومانداني وایي، په کندهار کې له پنځو کلونو راهېسې یو نادرکه شوی ماشوم یې کابل کې پیدا کړی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۵ غړي په چاړه وهلي او ټپيان کړي دي.
د ننګرهار او بلخ ولایتونو امنیتي سرچينې، د لسګونه میله وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو او په تړاو یې د ۹ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یوې ۳۲ کلنې ښځې ځانوژنه کړې ده.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د اهل تشیع یو مشر د تاجکستان په بدخشان ولایت کې وژل شوی دی. بلخوا د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې وژل شوی محمد باقروف نومېده او د…
د ایران د انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران یو لوړپوړی افسر په تهران ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی. ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د ډګروال صیاد خدايي په نوم…
د بغلان ولایت امنيتي مسوولين وايي چې د نشهيي توکو د کارولو او پلور په تور يې اته کسان نيولي دي.
د پاسپورټ عمومي ریاست وایي، په دې وروستیو کې ځینو «ناوړه ګټه اخیستونکو» له هېواده بهر د پاسپورټونو جعلي کتابچې چاپ کړې او د جعلي ټاپو او لاسلیکونو په کارولو سره یې خلکو ته د پیسو په بدل کې وېشي.
د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا درې پایې، د نامعلومو کسانو له لوري پر ماینونو الوځول شوې دي.