ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت امنیتي وضعیت وارزولو

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت امنیتي وضعیت وارزولو

author avatar
28 May 2022 - 00:21
د ملي دفاع وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت امنیتي وضعیت وارزولو
author avatar
28 May 2022 - 00:21

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۱) : د ملي دفاع وزارت سرپرست ننګرهار ولایت او یو شمیر ولسوالیو ته د سفر پرمهال اړوندو مسوولینو ته له خپلې خاورې د ساتنې په موخه د لازمو اقداماتو سپارښتنې وکړې.

د ننګرهار ولايت مقام لخوا د غبرګولي په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د فاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد دغه ولایت ته د سفر پر مهال والي حاجي ملا محمد نعيم اخند، د استخباراتو رئيس ډاکتر بشير،  د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابو دوجانه، د امنیې قوماندانۍ د امنيت امر مولوي محمد طاهر مبارز او یو شمیر نورو مسوولینو سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، د يادې ناستې پر مهال د ننګرهار  امنيتي وضعيت ښه وارزول شو او د امنيت لا ټينګښت په موخه لازم تدابير ونيول شول.

د دفاع وزير مولوي یعقوب  همدا راز د يو شمېر مسئولينو په ملتيا شينوارو، اچين، نازيانو، مومندرې، لعلپورې او ګوشتې ولسواليو ته سفر وکړ او هلته یې قومي مخورو، ديني عالمانو او ځوانانو  ته د امنيت ټينګښت ډاډ ورکړ او دوی يې همکارۍ ته را وبلل.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزير دغه راز په يو شمېر ولسواليو کې له فرضي کرښې هم ليدنه وکړه او مسئولينو ته يې له خپلې خاورې د ساتنې په موخه د لازمو اقداماتو تر سره کولو سپارښتنې وکړې.

د ملي دفاع سرپرست وزیر ننګرهار کې د ډيورنډ فرضي کرښې، د اردو له مېشتو قطعاتو او جزوتامونو لېدنه وکړه

بلخوا د ملي د فاع وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي دفاع سرپرست وزیر د دغه سفر په ترڅ کې د اړوندو مسوولينو سره په يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او له دفاعي ځواکونو يې د خاورې په ساتنه او امنيت د تینګښت په برخه کې ستاينه وکړه.

هغه د دغه لیدنو په ترڅ کې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په برخه ټينګار وکړ او له هغوی وغوښتل، چې خلکو سره د خدمت کولو په برخه کې هر اړخيزه همکاري وکړي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د مسوولينو د ستونزو او وړانديزونو اورېدو ترڅنګ هغوی ته لازمې ښوونې وکړې.

Visits: 987

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.