ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ځمکې ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان…
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ځمکې ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان…
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له زندانونو ۶۸۸ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله یوه ښځه وژل شوې او درې نور کسان ټپیان شوي دي. د…
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې یوه کس ځانوژنه کړې ده.
د بدخشان امنیه قومانداني وايي، درې ورځې مخکې د دغه ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ په اویر سیمه کې د زرمینځلو د دوو کارګاوو د مالکینو او کارګرو ترمنځ فزیکي نښته کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست له اوزبېکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او سرحدي همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې…
میدانوردګو کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې له پخوا پاتې یوه ماین پر یوه موټر چاودنه کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ناپېژانده کسانو یو ځوان په ډزو وژلی دی.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ځمکې ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې پنځه کسان وژل شوي او د یوې ښځې او څو ځايي اوسېدونکو په ګډون ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې ۱۳ درملتونونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلی او یو ماشوم یې ټپي کړی دی.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کامه ولسوالۍ کې د «لډو» لوبې پر سر شخړه کې یو ځوان وژل شوی او د پېښې عامل نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معین د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر عملیاتي برخې له رییس سره په لیدنه کې د بدیل کښت او روږدو درملنې برخو کې د دغه بنسټ د ملاتړ ډېرېدو غوښتنه کړې ده.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار لومړۍ امنیتي حوزې مربوطاتو کې دوه کسان له څلور کیلوګرامه هیرویینو سره نیول شوي دي. د ننګرهار امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي…
امنیتي مسوولین وايي چې په کندهار کې یو او زابل کې دوه وسلهوال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او یو غل ژوندی نیول شوی دی.
په غور او بادغیس ولایتونو کې سیمهییزې سرچینې د څه باندې ۱۱ کیلوګرامه نشهیي توکو د کشف او ضبط او د خلکو د ځورونې او نشهيي توکو د قاچاق په تور د پنځو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د غزني د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې د دغه ولایت په اندړو او قرهباغ ولسوالیو کې یې په جبري نکاح د څلورو نجونو ورکولو مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت ټول نظامي منسوبين مکلف دي چې د دندې پر مهال يونیفورم ولري.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې هغه یوه ډله غله نیول شوي چې له جلالاباد ښار او شاوخوا ولسوالیو به یې د خلکو موټر غلا کول.
د خوست امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یو کس چې د یوې نجلۍ د په نوم کولو لپاره یې هوايي ډزې کړې وې، نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او د پېښې په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند وايي، د افغانیالاصله امریکايي وګړي محمدشاه حبیبي کورنۍ د عریضې پر بنسټ یې ټول اړوند ارګانونه کتلي خو داسې هيڅ کومه نښه یې نه ده موندلې چې هغه دې د اسلامي امارت د کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.
غور کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې له تېرو جګړو پاتې د راکټ یوې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.