اروزګان او فراه ولایتونو کې زرګونه کیلوګرامه ومان وسوځول شول
اروزګان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې شپږ زره ۷۷۵ کیلوګرامه ومان کشف او وسوځول شول.
اروزګان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې شپږ زره ۷۷۵ کیلوګرامه ومان کشف او وسوځول شول.
اروزګان کې امنیتي سرچینې وايي چې ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یو کس وژلی دی.
کندهار کې مسوولین وايي، د دغه ولایت سپينبولدک ولسوالۍ په کوچیانو کلي کې د نشهیي توکو درې کارخونې او ۱۱ زره ۲۲۵ کیلوګرامه ومان کشف او وسوځول شول. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ…
تخار کې امنیتي سرچینو د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وایي چې په دې پېښه کې دوه ملکي کسان ټپيان شوي دي.
ځينې شنونکي وایي، افغانستان کې له تحول وروسته امنیت ټينګ شوی خو ا.ا باید د امنیت د پایښت لپاره په خپلو ځینو سیاستونو کې بدلون راولي، نرم دریځ غوره کړي، له ملت سره تعامل وکړي او تخصصي حکومت رامنځته کړي.
د کاپيسا امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې څلور تنه د قتل او پنځه تنه د نشهيي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم، برهکي برک، محمداغه، څرخ، خوښۍ او ازره ولسوالیو کې ۳۵۰ جریبه ځمکه له کوکنارو او بنګو پاکه شوې ده.
د ننګرهار ولايت په پچراګام ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او زوی یې ټپي دی.
د خوست ولايت مقام وايي چې د خوست ښار يوه هوټل کې چاودنې درې کسان وژلي او اووه نور ټپیان دي.
د خوست امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې ۱۴ کوډګر نيولي دي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم امنیتي ځواکونو ته د یونیفورم وېشلو پروسه پیل شوې خو لا هم امنیتي ځواکونه په ښار کې په شخصي جامو کې ګرځي.
فراه کې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا ترلاسه شوي دوه زره او ۳۵۰ کیلوګرامه ومان له منځه یووړل شول.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ماینونو او ناچاودو توکو پر شتون اندېښنه څرګندوي او وايي چې حکومت او اړوند بنسټونه دې دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او دغه توکي دې له منځه یوسي.
د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند بابوس سیمه کې د یوه ۴۰ کلن سړي مړی موندل شوی دى.
د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مارجې کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
د کاپیسا ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت «حصه دوم کوهستان» ولسوالۍ کې یوه ځوان خپله مور د چاقو په وسیله وژلې چې وروسته دغه ځوان د خپل ورور له لوري په ښکاري ټوپک ټپي شوی دی.
د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې یوه کورنۍ چې څه باندې څلور کاله مخکې یې د بهرنیو ځواکونو په برید کې څلور غړي له لاسه ورکړي او شپږ نور ټپیان شوي وو، د عدالت غوښتنه کوي او وايي چې اسلامي امارت او رسنۍ یې دې غږ تر نړۍوالې محکمې ورسوي.
د پروان ولایت امنیه قومانداني وایي چې په سیاګرد ولسوالۍ کې یوې مېرمنې ځان وژنه کړې ده. ددغه ولایت دامنیه قوماندانۍ لخوا د زمري په ۲۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه…
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې اووه کسان له لسګونه کیلوګرامه بېلابېل ډول نشهيي توکو سره نیولي دي.
دایکنډي کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې یو ۱۸ کلن ځوان د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو معین د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې کابل ښار کې ۴۰ زره غصب شوې ځمکه مسترد شوې ده.
کابل کې امنیتي سرچینې وایي، د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې څلور کسان د غلا او یو بل د خپلې لور د وژلو په تور نیول شوي دي.