منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

ملګري ملتونه: تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس په ښارونو کې ژوند کوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام وايي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي خو د دغه هېواد ښارونه لا د دومره چټکې پراختیا لپاره چمتو نه دي.

لوګر کې ۱۲۶ کسان له مسلکي زده‌‌‌کړو فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو لوګر کې له مسلکي زده‌کړو د ۱۲۶ کسانو فراغت‌ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې له پاکستان او ایران څخه تازه راستنو شوو کډوالو ته د مسلکي زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.

فېروزکوه کې د یوه کلي اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو کمښت په ماشومانو کې د ناروغیو ډېرېدو لامل شوی

د غور د مرکز فېروزکوه اړوند د «شورابک» کلي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پرله‌پسې وچکالیو له امله یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن شوی چې له امله یې په ماشومانو کې د نس‌ناستي په څېر ناروغۍ ډېرې شوې دي.

له چوپتیا تر مهارته؛ شبرغان کې د ځان بسیاینې لپاره د یو شمېر کڼو هڅې

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو شمېر کاڼه ځوانان او نجونې په یوه کارګاه کې د خیاطۍ، حکاکۍ او مرۍ‌ګنډلو حرفو په زده کولو سره نه‌ یوازې د ګوڼ‌والي له امله د چوپتیا پر وړاندې مبارزه کوي، بلکې د خپلو احساساتو څرګندولو، ظرفیت لوړولو او روښانه راتلونکي لپاره د ځان لپاره نوې لار پرانیستې ده.

د وچکالۍ اغېزې؛ د کندهار له غورک او نېښ ولسوالیو څه باندې ۲۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي

کندهار کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په غورک او نېښ ولسوالیو کې څه باندې ۲۰۰ کورنیو د سختې وچکالۍ له امله خپلې مېنې پرېیښې او نورو سیمو ته کډه شوې دي، بلخوا دغه بېځایه شوې کورنۍ غوښته کوي چې حکومت دې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې تېر کال له سلګونه زرو کسانو سره مرسته کړې ده

د افغاني سرې مياشتي ټولنه وايي، تېر کال یې له ۵۱۱ زره اړو کسانو سره مرستې کړې، ۳.۸ میليونه کسانو ته یې روغتيايي خدمات وړاندې کړي او څه باندې دوه زره د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

عمر: د افغانستان ۴۰ سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري

د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس وايي، د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا له بهرنیو سرچینو برابرېږي او اوسمهال د هېواد ۴۰ سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري او تر راتلونکو دوو کلونو به په دغه شمېر کې د پام وړ لوړوالی راشي.

غزني کې یوه قومي دښمني پای ته ورسېده

د غزني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اب‌بند او جاغوري ولسوالیو د دوو قومونو ترمنځ شخړه چې یو کال مخکې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه، هواره شوه.

قطر ته د افغان کارګرانو لېږلو په تړاو هوکړه وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د هڅو په پایله کې په لومړي ځل د قطر هېواد د مختلط دولتي شرکت او د افغانستان د کارموندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ یاد هېواد ته د افغان کارګرانو لېږلو په تړاو هوکړه وشوه چې له مخې یې، د اوس لپاره افغان کارګرانو ته ۷۰۰ کاري فرصتونه ځانګړي شوي دي.

نور راپورونه