منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۱ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

د خوست علیشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د خوست د عليشېرو ولسوالۍ د ببرک‌ تاڼې کلي اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې یې په سیمه کې د څښاک پاکې اوبه نشته، له همدې امله د خوړ له ولاړو ناپاکو اوبو استفاده کوي چې ګڼې روغتیايي ستونزې یې پیدا کړې دي.

کابل ښار کې د اوبو کمښت؛ ښځې او ماشومان په ډېر کړاو له اوبو ډکې بوشکې تر خپلو کورونو وړي

پرله‌پسې وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو د کابل ښار ځینو سیمو کې ښځې او ماشومان اړ کړي څو د اړتیا وړ اوبو ترلاسه کولو لپاره له لرو ځایونو د اوبو درنې بوشکې تر خپلو کورونو ولېږدوي؛ هغه کار چې د ډاکټرانو په وینا، د ملا د ډېسک، د بندونو د درد او پښتورګو د ستونزې په څېر ناروغیو پیدا کېدو لامل ګرځي.

ملګري ملتونه: کابل کې د اوبو کمښت له ناورین سره مبارزه پراخې پانګونې او پیاوړې همکارۍ ته اړتیا لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یواېن – هبیتات) په کابل کې د اوبو د کمښت ناورین په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي چې دې ستونزې ته رسېدنه پراخې پانګونې، هراړخیزې همکارۍ او د عامه پوهاوي لوړېدو  ته اړتیا لري.

د ولسي او حماسي شاعر مطیع‌الله تراب ناڅاپي مړینې ته غبرګونونه

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت، یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو، سیاستوالو، لیکوالانو، فرهنګیانو او د کرکټ یو شمېر مشهورو لوبغاړو، د ولسي او حماسي شاعر مطیع‌الله تراب پر ناڅاپي مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د هېواد د ادبي ټولنې لپاره ستره ضایعه بللې ده.

د اوبو د کمښت ناورین؛ کارپوهان: کابل ښار ته د پنجشېر د اوبو رالېږدول باید د حکومت لومړیتوب وي

په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو کچې په بې‌ساري ټیټېدو سره د چاپېریال‌ساتنې برخې کارپوهان خبرداری ورکوي چې کابل ښار ته د پنجشېر د اوبو لېږدولو پروژه کې ځنډ به پلازمېنه د اوبو له سخت کمښت سره مخ کړي؛ خو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د دې پروژې تخنیکي مطالعات، سروې او ډیزاین بشپړ شوي او د منظورۍ په موخه د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوې ده. 

غور کې د دوو قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني پای ته ورسېده

په غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په دولت‌یار ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني چې د ځمکې د مالکیت پر سر رامنځته شوې وه، له کلونو راهیسې له بې‌پایلې هڅو وروسته، د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې پای ته ورسېده.

افغانستان ته د تېر حکومت راستنو شوو شاوخوا دېرشو کسانو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول

نن په کابل کې د تېر حکومت يو شمېر هغو کسانو ته چې په دې وروستيو کې هېواد ته راستانه شوي، د خونديتوب کارتونه ورکړل شول او چارواکو په دې اړه جوړه شوې ناسته کې په بهر کې له مېشتو نورو افغانانو هم وغوښتل چې په ډاډ سره خپل هېواد ته راستانه شي.

د حرفوي، تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پروګرامونه؛ د ځوانانو هیلې، فرصتونه او ننګونې

په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د حکومت له‌ خوا په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸۲ زره کسان د حرفوي، تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو فارغ شوي؛ مسوولین دغه پروګرامونه د بېکارۍ راکمولو لپاره مهم ګام بولي، خو شنونکي ټینګار کوي چې یوازې زده‌کړې کافي نه دي، بلکې باید فارغانو ته د کار دوامداره فرصتونه هم برابر شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: له وچکالۍ زیان‌منونکو افغان کورنیو لپاره مو ۱.۷ میلیون ډالر مرسته ترلاسه کړي

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړۍوال پروګرام وایي چې د دغه سازمان د بېړني غبرګون له صندوق (CERF) څخه یې ۱.۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته ترلاسه کړې څو د وچکالۍ پر مهال د اغېزمنېدونکو…

د ماشومانو لپاره په بسته‌بندي شوو خوراکونو کې کیمیاوي رنګونه؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره جدي ګواښ

په داسې حال کې چې د ماشومانو لپاره د پاپړ، چپس او بیسکېټو په څېر بسته‌بندي شوو خوراکونو د دوکاندارانو بازار تود ساتلی، خو روغتیايي متخصصین او د عامې روغتیا وزارت وايي، په یو شمېر دغو خوراکونو کې کیمیاوي رنګونه کارول شوي چې په اوږدمهال کې د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوونکي دي.

نور راپورونه