منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

د بېوزلۍ تر سیوري لاندې ماشومتوب؛ خوست کې د خښتو بټیو کې کارګر ماشومان او د هغوی نامعلوم راتلونکی

د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې له زده‌کړو بې‌برخې لسګونه کارګر ماشومان هره ورځ سهار له لمر ختو مخکې د خښتو بټیو کې کار ته د تلو په تکل سره راټولېږي؛ دا هغه ماشومان دي چې کوچني سپېره لاسونه، ستړې څېرې او په سترګو کې ناهیلي یې د بېوزلۍ او ستړي ژوند کیسې بیانوي.

په غزني ښار کې یو شمېر خلک له غږيزې ککړتیا شکایت کوي

د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سړک غاړو او نورو پلورونکو له خوا په کراچیو کې د توکو د پلور په موخه د لګول شوو لاوډسپېکرونو غږونو خلک له ستونزو سره مخ کړي خو مسوولین وایي، د دې ستونزې مخنیوي لپاره هڅې کوي.

د کڼو ملي ورځ؛ مسوولین: اتلسو ولایتونو کې څه باندې درې زره کاڼه او نابینایان په زده‌کړو بوخت دي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مسوولینو د کڼو ملي ورځې نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل چې دا مهال د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د کڼو او نابینایانو لپاره ۲۰ ځانګړي مرکزونه فعال دي چې ۳۱۲۴ کسان زده‌کړې په‌کې کوي.

د واده له هیلو تر کډوالۍ: د هغو ځوانانو کیسې چې د لوړ ولور قرباني دي

په داسې حال کې چې واده باید په ژوند کې خوشحالي او نېکمرغي راولي، خو د هېواد په ځینو سیمو کې د لوړ ولور او د واده د ډېر لګښت له امله د ګڼو ځوانانو ژوند له ستونزو سره مخ دی؛ یو شمېر ځوانان چې د دغو لوړ لګښت لرونکو دودونو پر ځای کولو لپاره یې کډوالۍ ته مخه کړې، غوښتنه کوي چې دغه ناسم دودونه دې له منځه ولاړ شي.

د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي: خلک دې په مراسمو کې د بېځایه لګښتونو پر ځای ټولګټي کارونه ترسره کړي

دایکنډي کې سره له دې چې ډېرې کورنۍ بېوزلې دي، لا هم د وادونو، د مړو د خیرات او نور مراسم په لوړو لګښتونو ترسره کېږي؛ داسې لګښتونه چې د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، نه یوازې پر خلکو اقتصادي فشار راوړي، بلکې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې مخه یې هم نیولې ده.

کارګر ماشومان له حکومته د مرستې غوښتنه کوي

یو شمېر کارګر ماشومان له حکومته د مرستې غوښتنه کوي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په سختو کارونو د ماشومانو ګومارل له قانون سرغړونه بولي او له نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

لوګر کې د کوچیانو غونډه؛ د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کچې پر لوړولو ټینګار وشو

لوګر کې د هېواد د اتو ولایتونو د سلګونه کوچیانو په ګډون په یوه ولسي غونډه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره د خلکو د عامه پوهاوي کچې پر لوړولو او ځوانانو ته د زده‌کړو زمینې پر برابرولو ټینګار وشو.

د سرپل په صیاد او الجهاد ولسوالیو کې د څښاک اوبو ته سخت لاسرسي خلک له ستونزو سره مخ کړي

د سرپل د الجهاد او صیاد ولسوالیو یو شمېر خلک په خپلو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې خپلې د اړتیا وړ اوبه له لرو ساحو راوړي چې له امله یې له سختو ستونزو سره مخ دي.

مسوولین: په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د هېواد په کچه ۲۶۵۰ دښمنۍ حل او فصل شوې

مسوولین وایي چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د جرګو او مرکو له لارې ۲۶۵۰ شخړې او دښمنۍ هوارې شوې، بلخوا شنونکي دا چاره د ټولنیز ثبات رامنځته کېدو او د خلکو ترمنځ د کرکې د له منځه تلو لپاره مهم ګام بولي.

نور راپورونه