منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، مسوولین د معلول ورور او خور د ستونزو حل په موخه د نیمروز «بای‌ناز» کلي ته لاړل

د پژواک د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې د نیمروز «بای‌ناز» کلي کې روغتیايي خدمتونو ته سخت لاسرسی د یوه خور او ورور د معلولیت لامل شوی، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس له یوه پلاوي سره له یادو معلولینو سره د مرستې لپاره دغه کلي ته سفر کړی دی.

لوګر کې یو شمېر ځوانان: حکومت دې د زده‌کړو ترڅنګ کاري فرصتونه هم برابر کړي

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ځوانانو د ستونزو او لاسته‌راوړنو په تړاو جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت یو شمېر ځوانانو له حکومته وغوښتل چې د زده‌کړو ترڅنګ ورته کاري فرصتونه هم برابر کړي.

د ښاري طرحو په اړه د ا.ا مشرتابه فرمان

د ا.ا مشرتابه د ښاري طرحو (پلانونو) د غوره او اغېزناکه تطبیق، ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحوپراختیایي چارو کي د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او په چارو کي د روڼتیا د ټینګښت په موخه فرمان ورکړی دی.

هرات ښار کې یو بېوزلی: د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره اړ یم د خپل کور وسایل وپلورم

د هرات ښار «کندهار دروازې» ساحه کې د زړو جامو او زړو لوښو منځ کې ناست یو سړی چې له څېرې ستړی او غلی ښکاري، خپل نامعلوم راتلونکي ته فکر وړی دی؛ هغه د زرګونو راستنو شوو له ډلې یو دی چې کلونه یې په ایران کې کار کړی خو اوس د دې لپاره چې د خپلو اولادونو نسونه ماړه کړي، اړ دی د خپل کور وسایل او زړې جامې د ښار د سړکونو غاړو ته وپلوري.

ګلبشره؛ هغه ښځه چې په پنځه میاشتنۍ کې د یوې دښمنۍ د حل لپاره په بدو کې ورکړل شوې

نیمروز کې د ګلبشرې په نوم ۳۰ کلنه ښځه چې لا یې له زېږېدو پنځه میاشتې نه وې تېرې شوې، د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ پای ته رسېدو په موخه یوه ۲۰ کلن هلک ته په نوم شوه. هغه اوس له نورو میندو او پلرونو غواړي چې هيڅکله دې د خپلو لوڼو له برخلیک سره دا ډول معامله نه کوي.

لوګر کې وزګارو کسانو ته د کاري فرصتونو برابرولو پروګرام پيل شو

د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ د (پرمختیايي خدمتونو د مرستندویې موسسې) له لوري د دغه ولایت مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د وزګارو کسانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو پروګرام پیل شو.

نور راپورونه