Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې وزګارو کسانو ته د کاري فرصتونو برابرولو پروګرام پيل شو

پل‌علم (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ د (پرمختیايي خدمتونو د مرستندویې موسسې) له لوري د دغه ولایت مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د وزګارو کسانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو پروګرام پیل شو.

د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال محمدجاوید مسعود پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ولایت کې وزګارو کسانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو پروګرام نن رسماً پيل شو او اووه میاشتې په دوام وکړي.

هغه زیاته کړه چې د دغه پروګرام له لارې به لسګونه کسانو سره د کوچنیو کاروبارونو پيل لپاره نغدي مرسته وشي.

په جنوب ختیځ زون کې د پرمختیايي خدمتونو د مرستندویه موسسې (ORCD) مسؤل اسدالله صمیم وویل، د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق په مالي ملاتړ کوچنیو کاروباریانو ته د کاري فرصتونو او سوداګرۍ د ملاتړ پروګرام پیل شو چې هر کوچني کاروباري ته به دوه زره امریکایي ډالره او لوي کاروباري ته به شل زره امریکایي ډالره نغدي مرسته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه، د راتلونکو اوو میاشتو لپاره به د یادو کاروباریانو تخنیکي ملاتړ هم کوي او که چېرې دې پروژې ښې پایلې ورکړې، نورو سیمو ته به هم وغځول شي.

د لوګر مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي منصور احمد پژواک ته وویل، خوښ دی چې د کوچنیو کارونو د پيل لپاره ورسره د نغدو پيسو مرسته کېږي.

هغه وویل، دا کار کولای شي چې په لوګر ولایت کې د وزګارتیا کچه ټیټه کړي او سوداګري ته پراختیا ورکړي.

مسوولینو دا چې د یاد پروګرام له لارې څومره کسانو سره مرسته کېږي، دقیق ارقام وړاندې نه‌کړل.

خو هېره دې نه وي چې له دې مخکې هم په لوګر ولایت کې د یو شمېر موسساتو له لوري نارینه او ښځينه‌وو سره د کوچنیو کارونو او سوداګرۍ د پيل لپاره نغدي مرستې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.