هرات (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د هرات ښار «کندهار دروازې» ساحه کې د زړو جامو او زړو لوښو منځ کې ناست یو سړی چې له څېرې ستړی او غلی ښکاري، خپل نامعلوم راتلونکي ته فکر وړی دی؛ هغه د زرګونو راستنو شوو له ډلې یو دی چې کلونه یې په ایران کې کار کړی خو اوس د دې لپاره چې د خپلو اولادونو نسونه ماړه کړي، اړ دی د خپل کور وسایل او زړې جامې د ښار د سړکونو غاړو ته وپلوري.
۳۲ کلن جمعهخان د اتو ماشومانو پلار دی، تر تېرو دوو کلونو پورې یې په ایران کې کار کاوه، خو اوس په خالي لاس او مړاوي زړه خپل روزګار د یاد بازار په یوه څنډه کې د خپل کور د وسایلو د پلور له لارې مخکې بیايي، یوازې د دې لپاره چې د شپې یې ماشومان وږي ویده نه شي.
هغه د بادغیس ولایت له جوند ولسوالۍ څخه هرات ولایت ته تللی، په ایران کې یې څلور کاله زیار ایستلی او راتلونکي ته په یوې هیلې راګرځېدلی و، خو وايي: «فکر مې کولو پیسې به ټولې کړم، کور جوړوم او … خو اوس د خپلو ماشومانو جامې پلورم چې ډوډۍ پیدا کړم.»
هغه د خپلو خبرو په دوام هېواد کې د کاري فرصتونو نشتون څخه په شکایت وايي چې که د کار زمینه برابره وي، ځوانان به اړ نه وي د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره ایران او پاکستان ته د کډوالۍ سختۍ پر ځان ومني.
هغه وویل: «موږ صدقې ته اړتیا نهلرو، څه چې غواړو یوازې کاري فرصت دی.»
دا یوازې جمعهخان نه دی چې ترخه کیسه لري؛ د هرات د «دروازه کندهار» بازار په کوڅو کې یو شمېر نور کسان هم په خالي لاسونو او غمجنو سترګو د خپل کور توکي او دویم لاس جامې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه پر سړک پلوري.
د هرات اوسېدونکی عبدالحی هم ورته ترخه کیسه لري. هغه چې د کورنۍ د یوولس غړو د نفقې مسوولیت پر غاړه لري، وايي: «د ناروغ ماشوم درملنې لپاره مې اړ شوم د کور توکي وپلورم.»
هغه وايي چې تراوسه هیڅ بنسټ ترې ملاتړ نه دی کړی، خو اړتیا ده څو حکومتي مسوولین د کسب او کار زمینې برابرولو ترڅنګ له بېوزلو خلکو ملاتړ وکړي.
دا دویم ځل دی چې عبدالحی د خپل کور د توکو پلورلو ته اړ شوی خو د هغه په خبره، د کور د توکو پلورل د حل لاره نه ده او د دې وسایلو په پلورلو یې نه یوازې دا چې د ژوند مشکلات نه حلېږي، بلکې د ژوند کمښتونه یې لا ډېرېږي.
په دې ورځو کې د هرات په بازار کې ډېرو خلکو د کور د توکو پلورلو ته مخه کړې، د دغو خلکو کیسې د وزګارۍ، کډوالۍ او له ستونزو څخه د ډک ژوند د ترخو واقعیتونو ښکارندويي کوي.
د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د خلکو د روغتیا په برخه کې هم اندېښنې شتون لري. هرات کې یو شمېر ډاکټران وايي چې که له دویم لاس توکو او جامو څخه د ګټې اخیستنې پر مهال روغتیايي مواردو ته پاملرنه ونشي، ښايي د یو شمېر ساري او غیر ساري ناروغیو د انتقال زمینه برابره کړي.
هرات کې یو ډاکټر لایق احمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېری خلک د غریبۍ او بېوزلۍ له امله دویم لاس توکي او جامې پېري خو له زیانونو یې خبر نه دي.
د هغه په خبره، ډاکټران خلکو ته له دویم لاس توکو، په ځانګړې توګه له دویم لاس جامو او لوښو څخه د ګټې اخیستنې سپارښتنه نه کوي؛ ځکه له یادو توکو څخه ګټه اخیستنه د ساري او غیر ساري ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي.
د ډاکټر احمدي په وینا، د توبرکلوز، سینه بغل، شری، فلج په څېر ډېرې ناروغۍ د نورو خلکو د جامو او لوښو د کارونې له لارې لېږدول کېږي.
له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راتګ په زیاتېدو سره هرات کې د یو شمېر کورنیو اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې دي.
خو له بلې خوا، هرات کې سیمهییز مسوولین خبر ورکوي چې دغه ولایت کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي د دې موضوع په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د دغه ولایت د محلي ادارې مسوولینو د ټاپي، هرات – خواف اوسپنې پټلۍ او د پاشدان بند په څېر پراختیایي پروژو پر لار اچولو له لارې ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړې او ځوانانو لپاره د لا ډېرو کاري زمینې برابرولو هڅه روانه ده.
د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو له لورې د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، هره ورځ له ایران څخه څه باندې څلور زره کډوال ایستل کېږي او د اسلامکلا له لارې دغه ولایت ته راستنېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP