هرات (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): د هرات د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې د دوی په هڅو د قومي او کورني اختلافاتو ۲۰ قضیې حل شوې دي.
د هرات د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو رییس شیخ عزیزالرحمن المهاجر له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې د دې ادارې د منسوبینو له خوا د اختلافاتو ۲۰ قضیې حل شوې دي.
نوموړي وویل چې دغو قضیو کې قتل، قومي شخړي، ډېرې پخوانۍ کورنۍ ستونزې او فزیکي نښتې شامل وو چې ځينو یې کلونه دوام درلود.
د هغه په خبره، دغه قضیې د عدلي او قضایي ارګانونو له مداخلې پرته د امر بالمعروف نهې عن المنکر ادارې د منسوبینو په مرسته او د هڅو په پایله کې حل شوې دي.
هغه وویل چې د دې ادارې محتسبینو ته لارښوونه شوې څو د خلکو اختلافاتو حل او ټولنیز یووالي تامينېدو ته د رسېدنې په برخه کې په دقت او په اصولو سره اقدام وکړي.
د هرات د امر بالمعروف رییس وایي چې د دې ادارې اساسي موخې سولهییز ژوند ته زمینه برابرول، په خلکو کې د یووالي پياوړي کول او د قومي او کورني شخړو د ډېرېدو مخنیوی دي.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، یادې قضیې د هرات په مرکز انجیل، غوریان، پښتون زرغون، شینډنډ، کوه زور، زاول، فرسي او چشتشریف ولسوالیو کې حل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP