Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۱۸ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول

غزني‌ښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): په غزني کې د ۱۸ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول چې د یو شمېر دیني عالمانو په ګډون په‌کې سلګونو کسانو ګډون کړی و.

د دغو مراسمو یوه تنظیموونکي مولوي سید ګل‌احمد معتمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ګډ واده دغه مراسم د غزني د دیني عالمانو له‌خوا د بېځایه لګښتونو او لوړو ولورونو د مخنیوي په موخه ترسره شول.

هغه زیاته کړه چې دغه ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله په انفرادي ‌ډول د واده مراسمو جوړولو توان نه درلود.

دی وایي چې د غزني ولایت علماوو پخوا هم د ګډو ودونو دا ډول مراسم جوړ کړي او له تېرو دوولسو کلونو راهیسې دا پنځه‌ویشتم ځل دی چې ورته مراسم جوړوي.

د ده په خبره، د ګډ واده پر ننني مراسمو شاوخوا ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې علماوو له خپلو شخصي جېبونو ورکړی دی.

هغه وویل چې په دغه واده کې د غزني د مرکز، ځینو ولسوالیو او دایکنډي ولایت د یو شمېر ځوانانو لپاره نیول شوي وو او دوی هڅه کوي چې دا ډول مراسمو ته دوام ورکړي څو د بې‌ځایه لګښتونو، لوړ ولور او اخلاقي فساد مخه ونیول شي.

د واده یوه ګډونوال سید سلیمان پژواک ته وویل، له یوې خوا په ټول هېواد کې اقتصادي بحران دی او له بلې خوا ډېری ځوانان بې‌روزګاره دي او په یوازې ځان د واده مراسم نه شي جوړولای.

هغه له دیني عالمانو مننه وکړه چې د دغو زومانو او ناویانو لپاره یې د ګډ واده مراسم جوړ کړل او هغوی یې له ډېر لګښته وژغورل.

په یادو مراسو کې یوه بل زوم سلمان علي وویل: «نن مو د ګډ واده مراسمو کې ګډون کړی، ډېر خوشحاله یم، دغه ډول مراسم د بېځایه لګښتونو مخنیوی کوي.»

هغه هیله‌ وښوده چې دغه ډول فرهنګ دې په هېواد کې نور هم دود شي.

ترڅنګ یې یوې ناوې مریم هم پژواک ته وویل، دوه کاله کېدل چې کوژده یې کړې وه، خو کوژدن یې د اقتصادي ستونزو له امله نه شو کولای واده وکړي.

هغې په یادو مراسمو کې له ګډونه خوښي څرګنده کړه ويې ویل: «ډېر د خوښۍ ځای دی، داسې خلک لرو چې دا ډول مراسم ترسره کوي.»

هغې له نورو هم وغوښتل چې که په یوازې توګه د واده ترسره کولو توان نه لري، د واده په دې ډول ګډو مراسمو کې دې ګډون وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.