غزنيښار (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سړک غاړو او نورو پلورونکو له خوا په کراچیو کې د توکو د پلور په موخه د لګول شوو لاوډسپېکرونو غږونو خلک له ستونزو سره مخ کړي خو مسوولین وایي، د دې ستونزې مخنیوي لپاره هڅې کوي.
د غزني ښار یوه اوسېدونکي داوود اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښار په هره کوڅه او سړکونو غاړو ته پلورونکي د توکو د پلور لپاره له کوچنیو لاوډسپېکرونو استفاده کوي.
نوموړي زیاته کړه، که څه هم پلورونکي دغه کار د مشتریانو د پام جلبولو لپاره کوي، خو د غږونو تکرار او لوړوالي یې خلک له رواني ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه وايي: «نه یوازې دا چې په بازار کې دا لاوډسپېکرونه ټوله ورځ غږېږي، بلکې د کورونو ترڅنګ هم خلک له دغو غږونو خلاص نه دي؛ ځکه چې د ایسکريم خرڅوونکي او کباړیان چې زړې اوسپنې ټولوي، له دغو لاوډسپېکرونو استفاده کوي.»
د غزني ښار یو بل اوسېدونکی خالد هم وایي، د لاوډسپېکرونو ترڅنګ د موټرو او موټرسایکلونو لوړ غږونه هم دومره زیات دي چې خلک نه شي کولای د یو بل خبرې په اسانه واوري.
یو ټولنیز فعال نورمحمد سعیدي وایي: «غږیزه ککړتیا چې له بده مرغه په غزني کې ډېره شوې، نه یوازې د غزني اوسېدونکي او ناروغان ځوروي، بلکې هغه خلک چې له پکتیکا، پکتیا، میدانوردګو او زابل څخه د کاروبار لپاره راځي، هم له دغه حالت ځورېږي.»
هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.
د غزني د چاپېریالساتنې ريیس مولوي احمدالله عرفان پژواک ته وویل، دوی یوه ګډه کمېټه جوړه کړې ده او تر دې مهاله یې په سلګونو لاوډسپېکرونه راټول کړي دي.
هغه زیاته کړه، هڅه کوي له دې وروسته هم د غږیزې ککړتیا مخنیوی وکړي.
د نوموړي په خبره، د غږیزې ککړتیا مخنیوي لپاره یې کارکوونکي د ښار کوڅو او سړکونو ته وتلي، کوچني لاوډسپېکرونه راټولوي او خلکو ته په دې اړه پوهاوی هم ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP