Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کڼو ملي ورځ؛ مسوولین: اتلسو ولایتونو کې څه باندې درې زره کاڼه او نابینایان په زده‌کړو بوخت دي

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مسوولینو د کڼو ملي ورځې نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل چې دا مهال د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د کڼو او نابینایانو لپاره ۲۰ ځانګړي مرکزونه فعال دي چې ۳۱۲۴ کسان زده‌کړې په‌کې کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تضمین کیفیت رییس مولوی مبشراغا نن په کابل کې د کڼو ملي ورځې نمانځلو غونډې ته وویل، په تېر حکومت کې د کڼو او نابینایانو لپاره په پنځو ولایتونو کې د زده‌کړو پنځه مرکزونه وو چې اوس د دغو مرکزونو شمېر په ۱۸ ولایتونو کې ۲۰ ته لوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په یادو ۲۰ مرکزونو کې ۳۱۲۴ کاڼه او نابینایان په زده‌کړو بوخت دي.

د نوموړي په خبره: «په مرکزونو کې صنفونه له اول نه تر دوولسم او ۱۴ پورې هم شته او خوشبختانه دا به هم ووایم چې نه تنها هلکان دي، بلکې په دوی کې نجونې هم دي او د هغوی لپاره ځانګړي صنفونه دي.»

مبشراغا وویل، روان کال د کونړ، بادغیس، سرپل، نیمروز او اروزګان ولایتونو کې د کڼو او نابینایانو لپاره پنځه نوي مرکزونه منظور شوي دي.

په یاده غونډه کې د میوند روغتون د غوږ او ستوني متخصص ډاکټر محمدشفق نجرابي وویل چې د کڼوالي کېدو بېلابېل عوامل شته؛ ځیني یې ارثي دي چې له مور او پلار څخه اولادونو او بیا نورو ته انتقالېږي.

هغه زیاته کړه، هغه مېرمنې چې حمل ولري او په دې وخت کې بېلابېل درمل وکاروي، کېدای شي ماشومان یې کاڼه پیدا شي او یا هم ماشومان له پیدا کېدو وروسته په ځینو مرضونو اخته شي، د کڼېدو امکان یې شته.

نوموړی وایي، هغه خلک چې په داسې چاپېریال کې کار کوي چې هلته لوړ او قوي غږونه توليدېږي امکان لري چې یاد کسان په راتلونکي کې کاڼه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.