منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۰ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

لوګر کې د یوې غونډې ګډونوال: ناوړه دودونه باید د ولس او حکومت په ګډو هڅو له ‌منځه یووړل شي

لوګر کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه او ګډونوالو یې ټينګار وکړ چې ناوړه دودونه یوازې د حکومت په هڅو له ‌منځه نه ځي، بلکې ولس هم باید په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي.

د جلال‌اباد ښار کابل کمپ؛ که اسمان ورېځ شي سلګونه کورنۍ د څښاک له اوبو بې‌برخې کېږي

د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار اړوند «کابل کمپ» سيمه کې د شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ ماشومان او لویان د یوه جومات له څاه څخه اوبه وړي، خو له دې څاه یوازې په شین اسمان د لمریزې برېښنا په واسطه اوبه را ایستل کېږي.

نیمروز کې د وروستیو وچکالیو له امله یو شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوې دي

ځینې سرچینې وايي، نیمروز د وچ او بیاباني اقلیم په درلودو سره تل د اوبو له کمښت سره مخ دی، خو د وروستیو دوو کلونو وچکالیو د دغه ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو کروندګر او مالداران سخت زیانمن کړي او ان د هغوی د بې‌ځایه کېدو لامل شوي دي.

کوژدنو ته د اختري وړل؛ هرات کې ځوانان: دغه ‌لګښت لرونکی دود دې ختم شي

کوژدنو ته د اختري (خوانچه عید) وړل د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه هرات کې یو پخوانی دود پاتې دی؛ سږ کال هم د کوچني اختر په درشل کې په دغه ولایت کې د «اختري» اړوند توکو بازار تود دی، خو کوژده شوي ځوانان وايي، د اقتصاد د خرابوالي له امله نه شي کولای دغه دود ترسره کړي.

اېن‌ارسی: د مرستو کمښت به افغانستان کې میلیونونه کسان زیانمن کړي

د ناروې د کډوالو شورا وایي، د مرستو کمښت به افغانستان کې بشردوستانه خدمات محدود او میلیونونه خلک زیانمن کړي خو دغه شورا له بې‌ځایه شوو ښځو، نارینه‌‌وو او ماشومانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې پاتې کېږي.  

نور راپورونه