هرات (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): کوژدنو ته د اختري (خوانچه عید) وړل د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه هرات کې یو پخوانی دود پاتې دی؛ سږ کال هم د کوچني اختر په درشل کې په دغه ولایت کې د «اختري» اړوند توکو بازار تود دی، خو کوژده شوي ځوانان وايي، د اقتصاد د خرابوالي له امله نه شي کولای دغه دود ترسره کړي.
خوانچه عید یا اختری هماغه سینګار شوي پتنوس ته ویل کېږي چې د هرات په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې په اخترونو، د واده، کوژدې او نورو ځانګړو مراسمو کې ناوې او زوم ته ډالۍ یا اختري وړل کېږي.
د هرات یوه ځوان محمد نکیان چې د کوژدې یې پنځه میاشتې تېرېږي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د اختري وړل د ناوې او زوم کورنیو لپاره دروند لګښت دی.
نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې وزګار دی، بیا یې هم د ۲۰ زره افغانیو په لګښت اختری چمتو کړی څو د کوژدنې کور ته یې یوسي خو د هغه په خبره، اړتیا ده چې په ټولنه کې د دغسې د ناوړه دودونو مخه ونیول شي.
هغه زیاتوي، دا ډول دودونه نه یوازې د زوم پر زیان تمامېږي، بلکې د ناوې کورنۍ هم د اختري چمتو کولو ته اړباسي او یو ډول اقتصادي فشار دی.
د سید رقیب په نوم یو بل نوی زوم وايي چې د اختري چمتو کول د ټولنې یو ناسم دود دی چې ډېرې بېوزله او غریبې کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کړې دي.
هغه ټینګار کوي چې د یادو لګښتونو کمېدو لپاره باید فرهنګ جوړونه او له خرافاتو او بېځایه رواجونو مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه: «ډېرې کورنۍ د جامو چمتو کولو او اخیستلو وس نه لري، خو د ټولنې د بدو رواجونو له امله اړې دي څو قرض وکړي او مقابل لوري ته جامې یوسي چې په دې برخه کې باید فرهنګسازي وشي، څو د خرافاتو، بدو او لوړ لګښت لرونکو رواجونو پر وړاندې عمومي مبارزه او حرکت رامنځته شي.»
د اختري لپاره د جامو او وسایلو پلورونکي د اختر په شپو ورځو کې له خپل کاروباره ډېر خوښ دي.
ګل پلورونکی او د اختري ډالۍ جوړوونکی حمید وايي چې د کال د نورو ورځو په پرتله یې د اختر او نوروز په شپو ورځو کې کاروبار ښه وي.
هغه زیاته کړه چې ځیني کسان د اختري جامو ګلپوښولو لپاره ډېر لګښت کوي، په داسې حال کې چې د یوې ساده جوړې تزیینولو لګښت له ۲۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانیو پورې دی.
بلخوا، د میر قیس په نوم یوه بل ګلپلورونکي او د اختري د جامو او برخو تزیینکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روژې میاشتې له ۲۰مې ڼېټې یې بازار وغوړیږي او ډېری کوژدن ځوانان یې هټۍ ته د اختري د جامو تزیینولو لپاره ورځي.
هغه وايي، ډېری کورنۍ خپلو کوژدنو ته پېرلې جامې، خواږه او سینګارتوکي دوی ته راوړي څو دلته یې ګلپوښ او پاکټ کړي.
قیس د ډېرو لګښتونو پر مخنیوي ټینګار کوي او وایي چې اړتیا ده څو په ټولنه کې د ناخوښو دودونو مخه ونیول شي څو ځوانان وکولای شي اختر له خوښیو سره تېر کړي.
ورته مهال، د هرات یو شمېر فرهنګیانو دغه لګښت لرونکی دود ښه نه بولي او د مخنیوي لپاره یې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
د هرات یو فرهنګي غلامسخي غلامي چې زوی یې تازه کوژده کړې وایي، ځوانان د کار د نشتوالي له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو ناشم دودونه، په ځانګړي ډول د ناوې او یا زوم کره اختری، نوروزي، روژهماتی او دغه راز ژمنی وړل د ځوانانو ستونزې نورې هم زیاتوي.
غلامي وویل چې ډېر ارزښت لرونکی اختری د کورنیو ترمنځ یو ډول سیالي جوړه شوې چې دغه کار یو ناسم عرف رامنځته کړی او باید د کورنیو مشران د دغو ډېرو لګښتونو مخنیوي لپاره له کوژدنو ځوانانو سره مرسته وکړي.
هغه وایي چې د ډېرو لګښتونو او ناسمو دودونو له امله هرات کې په ځينو مواردو کې ځوانان د دې توان نه لري چې د خپل واده مراسم ترسره کړي.
بلخوا، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د بېمورده لګښتونو پر مخنیوي ټینګار کوي.
د دغه ریاست د فرهنګ او هنر برخې امر حمیدالله غیاثي وایي چې د ناوې او زوم لپاره اختری وړل د شریعت له مخې کومه ستونزه نه لري، خو اړتیا ده څو له اسراف او ډېرو لګښتونو چې ځوانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کوي، مخنیوی وشي.
غیاثي د نوو واده کړو ترمنځ د پيدا کېدونکو ستونزو یو لامل ناسم دودونه او اقتصادي ستونزې یادوي او وایي، باید ټولې کورنۍ له اسراف او ناسمو دودونو ډډه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP