منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۶ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

د اروزګان مرکز ترینکوټ کې د «ماشین‌اب» په نوم پول د نړېدو له ګواښ سره مخ دی

د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د «ماشین‌اب» پول چې د چهارچینو او ګېزاب ولسوالیو ترڅنګ د دایکندي ولایت خلک هم تګ راتګ پرې کوي، سخت زیانمن شوی او که ونه رغول شي، وبه نړېږي.

د اوبو نړی‌واله ورځ؛ د کابل یو شمېر ښاریان د څښاک اوبو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي

د اوبو نړی‌والې ورځې سره هم‌مهاله د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي د ځمکې لاندې اوبو کچې پر ټیټېدو او د څښاک اوبو ته پر نه لاسرسي اندېښنه څرګندوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د اوبو رسولو یو منظم سیسټم رامنځته کړي.

فقر او بې‌وزلي؛ نرګس: که د ګاونډیو مرسته نه وي، ممکن ډېری وخت درې وخته خواړه ونه لرو

نرګس هغه نجلۍ چې په یوه خصوصي ښوونځي کې صفاکاري کوي، له بې‌وزلۍ او فقر شکایت لري او وایي، پر څلور زره افغانۍ تنخوا په ډېرې سختۍ سره ژوند تېروي، له شتمنو کسانو غوښتنه کوي څو ورسره مرسته وکړي.

سږ کال ځینو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له یو څخه تر پنځو مترو پورې ټیټه شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کرنې او صنعتي برخو کې د ځمکې لاندې له اوبو ناسمه استفاده او د تغذیوي سرچینو محدودېدل د دې لامل شوي چې روان لمریز کال د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له یو څخه تر پنځو مترو پورې ټیټه شي.

«روان کال ننګرهار کې پر نږدې ۲۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ۹۶۷ میلیونه افغانۍ وېشل شوې»

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وایي چې روان لمریز کال په  دغه ولایت کې نږدې ۲۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ۹۶۷ میلیونه افغانۍ میاشتني حقوق ورکړل شوي دي.

له کړاوه تر هیلو: د اولادونو لپاره د ماه‌جبین سخت خو له مینې ډک ژوند

غور کې یوه مور چې د ژوند ۲۵ کاله یې د خپلو درېیو فلج اولادونو په پالنه کې تېر کړي وايي، د اولادونو درملنه یې شونې ده، خو پیسې نه لري درملنه یې وکړي؛ هغه له حکومت او نورو مرسته‌کوونکو غواړي څو مرسته ورسره وکړي.

روژه او بېوزلي؛ مرسل: روژه‌ماتي کې د ګاونډیانو په تمه وو څو د خوراک لپاره یو څه را ولېږي

کابل ښار کې د څلورو یتیمو اولادونو مور مرسل چې له اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ کړېږي، له شتمنو خلکو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د روژې په میاشت کې له دوی او نورو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي څو د روژه‌ماتي پر مهال د خوراک لپاره یو څه ولري.

نور راپورونه