مزارشریف (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): د بلخ ولایت د اوبو ژرندو یو شمېر مالکان وایي چې د اوبو کموالي له امله یې کاروبار کمرنګه شوی او له حکومته غواړي څو د بندونو، چکډیمونو او کانالونو جوړولو سره اوبه مدیریت کړي.
بلخ د هېواد د هغو ولایتونو له جملې څخه دی چې یو شمېر اوسېدونکي یې لا هم غنم، جوار او وربشې د ډيزلي ماشینونو پر ځای د اوبو په ژرندو کې اوړه کوي.
د معلوماتو له مخې د دغه ولایت په شولګره ولسوالۍ کې اوسمهال د اوبو ۲۵ ژرندې فعالې دي.
د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدنسیم چې د اوبو ژرنده لري، وویل، د بلخ ډېر شمېر خلک اوس هم د ژرندې له اوړو ګټه اخلي ځکه ډوډۍ یې خوږه او باکیفیته ده.
هغه شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د اوبو د کمښت له امله یې د ژرندو فعالیت ټکڼی شوی دی.
د یادې ولسوالۍ یوه بل ژرندګر عبیدالله وویل، د اوبو په ژرنده کې غنم اوړه کول ارزانه تمامېږي؛ ځکه ماشیني ژرندې له لس منه غنمو دوه منه اوړه په مزد کې اخلي او د اوبو ژرندې له لس منه غنمو څخه یو من اوړه اخلي.
د نوموړي په خبره، د وروستیو وچکالیو له امله چې اوس په دې ولسوالۍ کې اوبه کمې شوې، د دوی کار یې هم اغیزمن کړی دی.
هغه وویل: «د اوبو د ژرندو اوړه خلکو ته د اقتصاد له لحاظه ارزانه تمامېږي، باید دغه پخوانى دود ژوندى وساتل شي او دولت باید د اوبو ژرندو ته پاملرنه ډېره کړي؛ ځکه له یوه اړخه بېلګښته دي او له بلې خوا چاپېریال نه ککړوي.»
هغوی له حکومته غواړي چې د دغو ژرندو د فعاله ساتلو لپاره دې د ولایت په کچه د اوبو بندونه، کانالونه، چکډیمونه او لویې کاسې جوړې کړي؛ ځکه له یوې خوا به ورسره د دغه ولایت کرنه او مالداري پراخه شي او له بلې خوا به د اوبو د ژرندو پخوانی دود هم ژوندی ساتل شوی وی.
ورته مهال، د بلخ ځایي مسوولین هم د ژرندګرو غوښتنې پر ځای بولي او ستونزو ته یې د رسېدنې ډاډ ورکوي.
د بلخ ولایت د اوبو او انرژۍ رییس موسیجان حقبین پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مهال د دغه ولایت په چمتال، چهاربولک، بلخ او شولګرې ولسوالیو کې ۶۱ د اوبو ژرندې فعالې دي چې یو شمېر یې شاوخوا یوه پېړۍ مخینه لري.
هغه وویل: «موږ د بلخ ولایت په کچه ۶۱ د اوبو ژرندې لرو چې ۲۵ یې په شولګرې ولسوالۍ کې دي او ۳۶ نورې یې په بلخ، چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې دي، د ژرندو ساحو ته تللي یو او د ژرندو له څښتنانو سره مو لیده کاته کړي دي، ډېری ستونزې مو حل کړې او څه ناڅه چې پاتې دي هغو ته هم د حل په لټه کې یو، د اوبو مدیریت زمونږ له لومړیتوبونو څخه دی.»
د اوبو ژرندې د غلو - دانو د اوړه کولو ډېره پخوانۍ وسیله ده چې د روانو اوبو په فشار چلېږي او د سون هېڅ ډول توکو ته اړتیا نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP