منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

په هوایي ډزو د نجلۍ په نوم کول؛ د تاوتریخوالي هغه بڼه چې د مخنیوي هڅې یې روانې دي

د افغانستان په ځینو سیمو کې په هوایي ډزو د نجلۍ په نوم کول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي هغه بڼه ده چې له امله یې کورنۍ په دښمنیو اوړي او پېغله د پلار کره سر سپینولو ته اړ باسي، خو چارواکي وایي، یوازې په خوست کې یې ۱۱ دغه ډول پېښې ثبت کړې او په ټینګه یې مخه نیسي.

د تېرو جګړو ناخوالې؛ د یوې مور کیسه چې له دردونو او کړاوونو ډک ژوند یې تېر کړی

۷۳ کلنه بي‌بي‌کو هغه دردېدلې مېرمن چې په هېواد کې د څلورو لسیزو جګړو له امله یې ډېرې ناخوالې لیدلې دي؛ د خاوند له نادرکۍ او د یوازېني زوی له معلولیت وروسته یې په یوازې ځان د ژوند سختیو او کړاوونو ته اوږه ورکړې او اوس هم له رواني ستونزو کړېږي.

د سکینې په نوم د هغې نجلۍ کیسه چې به بدو کې ورکړل شوې؛ «نجونې مه قرباني کوئ»

د ښوونځي اووم ټولګی یې پای ته نه و رسولی، لا یې هم ماشومانه هیلې یې درلودې او د کتابونو پاڼو کې یې خپل کوچني او لوی خوبونه لټول، خو پخواني رواجونو یې کتابونه وتړل، قلم یې ترې واخیست، په داسې یوه حالت کې یې پرېښوده چې د انتخاب هيڅ حق یې نه‌ درلود.

دایکنډي کې د اوبو کموالي ستونزه؛ د دغه ولایت نیمايي اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه ‌لري

د دایکنډي اوسېدونکي د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې ‎د څښاک اوبو ته پر نه لاسرسي ادېښنه څرګندوي او وايي، دغې ستونزې یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی او یو شمېر کورنۍ د اوبو نشتوالي له امله ان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

غړي

د تورخم جګړې له امله بې‌ځایه شوي لا هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي

د ننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټي سیمه کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ د جګړو له امله بې‌ځايه شوي خلک وايي چې لا هم د سرپناه، خوراکي توکو او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

بلخ کې «ازاد» راډیو خپلې خپرونې وځنډولې

بلخ کې د «ازاد» په نوم د یوې سیمه‌ییزې راډیو مسوولین وایي چې له شاوخوا یوې لسیزې فعالیت وروسته یې د اقتصادي ستونزو له امله د دې راډیو خپرونې ځنډولې دي.

اروزګان کې د څلورو معلولو اولادونو یوه مور د ژوند له سختیو او اقتصادي ستونزو کړېږي

اروزګان کې د ګل‌پري په نوم یوه بېوزلې مور چې د څلورو معلولو اولادونو سرپرستي ور له غاړې ده، د ژوند سختیو او اقتصادي ستونزو دومره ناتوانه کړې چې وايي، نور د اولادونو د ساتنې او پالنې توان نه لري او له خدایه مرګ غواړي.

یونیسف: روان زېږدیز کال به افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق )یونیسف( وایي، د اټکل له مخې په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به افغانستان کي د ۱۲ میلیونه ماشوماتو په ګډون ۲۲،۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

غړي

مسوولین: د وړیا زده‌کړو خدمتونو لړۍ د اروزګان ولسوالیو ته هم غځول کېږي

اروزګان کې سیمه‌ییز مسوولینو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا زده‌کړو له یوه مرکز څخه د لسګونو زده‌کوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د وړیا زده‌کړو خدمتونو لړۍ د دغه ولایت ولسوالیو ته هم غځول کېږي.

نور راپورونه