کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۳): د افغانستان په ځینو سیمو کې په هوایي ډزو د نجلۍ په نوم کول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي هغه بڼه ده چې له امله یې کورنۍ په دښمنیو اوړي او پېغله د پلار کره سر سپینولو ته اړ باسي، خو چارواکي وایي، یوازې په خوست کې یې ۱۱ دغه ډول پېښې ثبت کړې او په ټینګه یې مخه نیسي.
د افغانستان په ځینو سیمو کې کله چې یوه پېغله نجلۍ کوژدنه شي، نو د هلک کورنۍ د کوژې اعلان په هوایي ډزو کوي او په یوه ډول د دواړو کورنیو رضایت او خوښي څرګندوي، خو ځیني کسان بیا پرته له دې چې د نجلۍ او هلک او یا د هغوی د کورنیو ترمنځ هوکړه شوې وي، هلک د نجلۍ د کور مخې ته هوایي ډزې کوي او خلکو ته دا پیغام ورکوي چې ګواګې دا پېغله د ده شوه.
وروسته له هغه چې پر پېغله د «غږ وهلې نجلۍ» نوم پورې شي، بیا څوک ورسره واده کولو ته زړه نه ښه کوي؛ ځکه که څوک واده ورسره کوي، نو ځان ته د هغه هلک د کورنۍ دښمني اخلي چې د نجلۍ د خپلولو په موخه یې ډزې کړې دي.
دا پېښې ډېرې هغه وخت کېږي چې د نجلۍ کورنۍ د بېلابېلو لاملونو له امله خپله خور یا لور هلک ته نه ورکوي او هلک هم بیا په یوه ډول له زوره کار اخلي او هڅه کوي چې د ډزو له لارې نجلۍ خپله کړي.
خوست یو له هغو ولایتونو دی چې ورته پېښې په کې شوې دي.
په دغه ولایت کې قومي مشران دغه کار غیرشرعي، ناقانونه او د ټولنیزو ادابو خلاف بولي او وایي چې معمولاً د زورواکو له لوري ترسره کېږي.
د دغه ولایت یوه قومي مشر توریالي منګل پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا پېښې په اصل کې داسې وخت رامنځته کېږي چې یو غریب وي او بل ظالم وي، دا ظالم راپورته کېږي او د غریب سړي په خور او لور باندې ډزې کوي چې دا یې ماته راکړې ده.»
دی وایي، په دا ډول پېښو کې د نجلۍ رضایت خو لا پرېږده چې د هغې د کورنۍ خوښه هم نه وي.
دغه قومي مشر زیاتوي، ځينې داسې پېښې یې په خپلو سترګو لیدلې خو نه یې یادیږي چې چا دې په دې کار سره خپل لور یا خور ورکړې وي، خو که چېرې کومې کورنۍ سره سلا شي نو بیا به څو چنده لوړ لګښت یې ورکوي.
منګل په دې اړه چې د یادو سره سلا شوو کورنیو راتلونکی ژوند به بیا څه ډول وی؟ وایي، دا معلومه ده «چېرته د جوړجاړي خبره او چېرته د زور زیاتي خبره»، خو «د ظالم لاس باید له مظلوم څخه ونیول شي او د دې بدې پدیدې مخه باید ونیول شي.»
خلک وایي، که د دې ډول پېښو قرباني نجونې هماغه زلمي ته واده شي چې ډزې یې کړې، د خلکو له خوا د ډزو له پېغوره نه خلاصېږي او تل به پر دغه کار ځورول کېږي.
توریالی منګل وايي، اسلامي امارت په دې اړه جدي اقدامات ترسره کړي او اړینه ده چې په دې اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شي څو پوه شي چې دغه کار ډېرې بدې پایلې لري.
د خوست یو بل قومي مشر حاجي احمدشاه وایي چې د داسې پېښو قرباني نجونې به یا په کور سر سپینوي او یا به هم په بل قوم او کلي کې داسې زورورو خلکو ته ودېږي چې د چا له بدۍ وېره نه لري.
دی وایي، دوه پېښې یې په خپلو سترګو لیدلې چې د نجونو د په نوم کولو لپاره د هغوی د کورونو مخې ته ډزې شوې دي.
دی وایي چې له دغو دوو پېښو یوه نجلۍ اوس هم په کور ناسته ده او سر یې سپین شو او بله یې د کاکا زامنو ته ورکړه؛ ځکه چې د هغوی مټ قوي وو او چا ورسره دښمني نه شوای کولای.
د راپورونو له مخې، مخکې هم په خوست ولایت کې ځينو قومي جرګو د دغه کار مخنیوي په موخه داسې پرېکړې کړې وې چې که یو څوک د چا د کور مخې ته ډزې وکړي، هغه به له قومه شړل کېږي، مړۍ او ژوندی به ورسره نه کېږي او ان تر دې چې کور ته به یې اور اچول کېږي.
د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وایي، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د هغو کسانو پر وړاندې اقدامات شوي چې د نجونو د په نوم کولو لپاره یې هوايي ډزې کړې دي.
دی وایي چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې دغه ډول ۱۱ پېښې ثبت شوې چې اته یې د جرګو له لارې حل شوې او نجونې له دې ډول کسانو خلاصې شوې دي، د درېیو پېښو په اړه محاکمو پرېکړې کړې او د دغه کار درېیو ترسرهکوونکو ته سزا ورکړل شوې او اوس هم د بند شپې ورځې تېروي.
هغه وایي چې یادې پېښې د اسلامي امارت له بیاواکمنۍ مخکې شوې وې، خو امنیې قوماندانۍ یې وروسته له هغه په اړه اقدام وکړ چې د پېښو د قربانیانو کورنۍ عارضې شوې.
هغه وویل، حکومت د دې مسئلې په تړاو د اسلامي امارت د مشرتابه له هغه فرمان وروسته جدي اقدامات پیل کړي چې د جبري نکاح منع کولو سپارښتنه یې پهکې کړې ده؛ دغه فرمان په ۱۴۰۰ لمریز کال کې صادر شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د دوی دغه اقدامات په ولسي کچه ستایل شوي او دغه راز له خلکو غواړي چې په دې برخه کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي څو «دغه جاهلانه لرغونی دود» په مطلق ډول له منځه ولاړ شي.
دیني عالم نورالله کوثر وایي، د اسلامي شریعت له مخې، د هلک او نجلۍ په نکاح کې د هغوی د کورنیو رضایت شرط دی او دا هم د ښځې حق دی چې خطبه (کور ته یې د دوستۍ لپاره تګ راتګ) وشي.
دی وایي: «د نجلۍ د کور مخې ته ډزې کول غیرشرعي کار او د ښځې په حق کې یو ظلم دی؛ ځکه د نجلۍ به ډزېکوونکی کس خوښ نه وي او دی به وایي چې ما ډزې کړې، تا خو د جهالت ډزې کړې، نو دا د جهالت کار دی.»
کوثر وایي، په هوایي ډزو سره نه یوازې نجلۍ د هغه چا نه کېږي چې ډزې یې کړې، بلکې حکومت باید دغه ډول کسانو ته سزا ورکړي.
د خوست د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست د اطلاعاتو امر مفتي عبدالله ابدالي وایي، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته د دې ډول پېښو کچه تر ډېره کمه شوې ده او که چېرې پېښه شوې هم وي، نو له عامل سره یې قانوني چلند شوی دی.
دی وایي: «زموږ ریاست ته په دې نږدې وختونو کې نهه داسې پېښې راغلې دي چې په هغو دوسیو کې اجباري نکاح رامنځته شوې وې، دا پېښې د اسلامي امارت له راتګ مخکې شوې وې، خو کله یې چې خپلوانو رجوع وکړه، بیا موږ ثبت کړې، ډېرې یې حل شوې، کومې چې یې پاتې دي، هغه به هم حل شي.»
هغه زیاتوي چې خلکو د دې ډول کړنو پر وړاندې د اسلامي امارت چټک اقدامات وليدل؛ نو ځکه خو به نور څوک دغه کار ته زړه ښه نه کړي.
دی وایي، که بیا هم څوک ورته عمل وکړي نو سزا به ورکړل شي.
ابدالي وایي، اسلامي امارت هیچا ته هم اجازې نه ورکوي چې له ښځو او نجونو هغه حقونه واخلي چې شریعت ورکړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP