اوچا: له افغانستان سره په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۶،۷ میلیارد ډالر مرسته شوې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر (اوچا) راپور ورکړی چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال له اګسټه تر اوسه شاوخوا ۶،۷ میلیارده ډالر مرسته ترلاسه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر (اوچا) راپور ورکړی چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال له اګسټه تر اوسه شاوخوا ۶،۷ میلیارده ډالر مرسته ترلاسه کړې ده.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نورو ولایتونو په پرتله د ایران د ویزې له لوړې بیې شکایت لري او وایي چې د دې ستونزې هواري لپاره دې په دغه ولایت کې د ایران کونسلګري پرانیستل شي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې څلور زره معلولینو او د شهیدانو ورثهوو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
سیمهییز مسوولین وایي چې په بغلان او لغمان ولایتونو کې له نږدې ۳۲ زره کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې مرسته وشوه.
د هلمند د والي ویاند وایي چې په تېرو دوو اوونیو کې په دغه ولایت کې د کرنې او امنیتي ادارو په همکارۍ ١٢٨٠٠ جریب غصب شوې حکومتي ځمکه راګرځول شوې ده.
د غزني په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ اته کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړتوب حل او فصل شوه.
د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۱۷ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې د وېشلو لړۍ پیل شوه.
په خوست کې د ګونګيانو ځانګړي ښوونځي زدهکوونکي او ښوونکي له مسوولينو غوښتنه کوي چې د زدهکړو بهير کې د شته ستونزو په هواري کې مرسته ورسره وکړي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې تېره میزان میاشت په کابل ښار کې د زېږون څه باندې ۱۶ زره کارتونه وېشل شوي او له ۲۶ زره ډېرو کسانو ته د تذکرو د اصلاح او تایید خدمتونه وړاندې شوي دي.
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې هېواد ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د نږدې څلور زره بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې تېره میاشت یې په ټول هېواد کې نږدې ۱۴۵ زره کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې یو شمېر حکاکان وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولایت کې د لرګیو د حکاکۍ صنعت وده کړې او توکو یې مینهوال پیدا کړي دي.
کابل ښار کې د جوګي قوم یو شمېر کورنۍ له سرپرست حکومته د کورونو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي، له دغو جوګیانو یو وایي: «د ډوډۍ سوالګر خو یو خو د کور سوالګر دې نه یو.»
د هېواد شمالي ولایتونو یو شمېر قومي مشران د یووالي ټینګښت په موخه سوېلي ولایتونو ته تللي او هلته یې په دې اړه له خلکو سره لیدنې کړې دي.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په ټولنه کې د ودونو مراسمو پر لوړو لګښتونو او ناسمو دودونو اندېښنه څرګندوني او وايي چې د ډلهییزو ودونو ترویج د واده لګښتونو راکمېدو کې اغېزناک تمامېدای شي.
د هلمند ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې پر څه باندې ۵۵ زره کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې د وېشلو لړۍ پیل شوه.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني حل کړې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، ترکي سوداګر غواړي چې په افغانستان کې د نفت او ګازو استخراج، د کالیو، موبل او فرنیچر او سړک جوړولو او دغه راز د ماشینرۍ تورید او ترمیم برخو کې پانګه وکړي.
د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت وايي، په ټول هېواد کې تر دې مهاله ۶۲ زره ۱۹۳ سوالګر ټول شوي چې ۳۱ زره ۱۲۶ يې حرفوي پېژندل شوي دي.
سرپل کې یو شمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي د دغه ولایت په مرکز کې د ناريبند کوتل لارې له خرابوالي شکایت لري او وایي، نقلیه وسایط او مسافر پر دې لار د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې یي په افغانستان کې د کورنیو له ۱۵ زره سرپرستو ښځو سره مرسته کړې ده.
غزني ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د یوې جوړې شوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ.
د فراه لایت سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په شیبکوه ولسوالۍ کې ۱۷۰۰ کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمیاوي سره ووېشل شوه.
د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د «کونړ سیند» کلنۍ مشاعر جوړه شوه او سیمهییزو چارواکو له شاعرانو او لیکوالو وغوښتل چې د خپلو شعرونو او لیکنو له لارې خلک یووالي ته راوبولي.