منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

غړي

فراه کې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

د فراه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوالو پروګرام له لورې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

غړي

د کونړ ناړۍ کې سیند ته څېرمه پراته خلک وايي، پر سیند دې اساسي پلونه ورته جوړ شي

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د غځېدلي سیند دواړو خواوو ته پراته یو شمېر خلک وايي چې پر سیند د پلونو نشتوالي له امله په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ وي او له حکومته غوښتنه کوي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.

غړي

د بدخشان د ۱۶ ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د معیاري مخابراتي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي

د بدخشان د سرحدي او لرې‌ پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو د دغه ولایت د مخابراتو ریاست وايي، د انټرنېټي او مکالماتي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې له ۳۰ ډېرې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.

غړي

سره میاشت: ملي او نړۍوال بنسټونه دې د ژمي په درشل کې له اړمنو سره بشري مرستې ډېرې کړي

د افغاني سره میاشتې ټولنه په راتلونکي ژمي کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله له زیانمنو شوو سره‎ د لازمو مرستو له چمتوالي خبر ورکوي او وايي، ‎د هرات زلزله‌ځپلو او له پاکستانه په زور ایستل شوو هېوادوالو ته یې هم لازمې مرستې وېشلې دي.  

غړي

په څلورو ولایتونو کې له څه باندې ۷۲۰۰ زره کورنیو سره مرستې وشوې

سیمه‌ییز مسوولین وایي، په فراه، پروان او غور ولایتونو کې له څه باندې اووه زره کورنیو سره د خوراکي توکو او په غزني کې له دوه سوه بې‌سرپرسته کورنیو او معلولینو سره د خیاطۍ ماشینونو او زرنجو مرستې وشوې.

غړي

د کابل خاکجبار کې یو شمېر خلک د چرګانو دانې د تولید یوې فابریکې له بدبويي شکایت کوي

د کابل خاکجبار ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په مسلم‌اباد سیمه کې د چرګانو دانې توليدوونکې یوې فابريکې له بدبويي په تنګ راغلي خو د فابريکې مسوولين بیا وايي چې خلک سلیقوي او عقده‌يي چلند کوي.

کارپوهان: پلاستیکي کڅوړې د ناروغیو د انتقال لامل کېږي، باید ونه کارول شي

ه داسې حال کې چې کارپوهان د پلاستیکي کڅوړو کارول د سرطاني ناروغیو لامل بولي او په تېرو ۲۰ کلونو کې اړوندو ادارو د هغو کارول منع کړي، خو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په وینا، کابل ښار کې د ورځې له ۴ ټنو ډېرې کڅوړې استفاده کېږي.

نور راپورونه