منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

یو شمېر خلک او موټرچلوونکي د غزني په ګیرو کې د یوه نړېدلي پله بېرته جوړېدو غوښتنه کوي 

د غزني د ګيرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېر او سږ کال سېلابونو د دې ولسوالۍ مربوطاتو کې د غزني مرکز ته د غځېدلې لارې یو پل ویجاړ کړی چې له امله یې خلک او موټرچلوونکي له ستونزو سره مخ دي.

بادغیس کې له څه باندې ۲۲۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

د بادغیس ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په تګاب‌عالم ولسوالۍ کې له ۲۲۰۰ زیاتو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې. د بادغیس ولایت مقام ویاند احمدجان حنظله پژواک خبري اژانس ته…

غړي

مسوولین: د میمنې ښاروالۍ کارکوونکو معاشونه له دوه ساعته اضافه‌کارۍ سره تر ۶۰ سلنې لوړ شوي

د معاشونو له کمښته د فاریاب د مرکز میمنې ښاروالۍ کارکوونکو له شکایت وروسته اړوند مسوولینو اعلان وکړ چې د دې ادارې د کارکوونکو معاشونه تر ۶۰ سلنې لوړ شوي او کاري ساعتونه یې هم ډېر شوي دي.

غړي

تېره اونۍ له ۱۰۰۰ ډېرو بهرنیانو د هېواد هوایي ډګرونو او بندرونو له لارې تګ راتګ کړی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تېره اونۍ د شاوخوا ۳۰۰۰ د تولد کارتونو د وېش خبر ورکړی او ویل یې دي چې په دې موده کې له ۱۰۰۰ ډېرو بهرنیانو د هېواد هوایي ډګرونو او بندرونو له لارې تګ راتګ کړی دی.

نور راپورونه