منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتیا او ننګرهار کې له نږدې ۳۷۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۹ کتنې

ګردیز- جلال‌اباد (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وایي، پکتیکا ولایت کې د افغاني سره میاشتې له لوري له زرو کورنیو سره نغدي او په ننګرهار ولایت کې له څه باندې ۲۶۰۰ کورنیو سره د خوارکي توکو مرستې وشوې.

د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس مولوي قسمت‌الله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن‎ یې په مومندره، روداتو، کوټ، پچيراګام او سپين‌غر ولسواليو کې له دوه زره او ۶۹۶ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

هغه وایي چې دغه مرستې یې د خوړو نړۍوال سازمان او د نړۍوال بانک په مالي مرسته وېشلې دي.

د یو بل خبر له مخې نن پکتیا ولایت کې هم د افغاني سرې میاشتې له لورې له زرو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د یاد ولایت د سره میاشتې رییس مولوي ابواحمد وایي، دغه مرستې په ګردیز ښار او ولسوالیو کې شوې چې هرې کورنۍ ته یې ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه مرسته يې په یاد ولايت کې له بې ځايه‌شوو، بې‌سرپناه او په ټوله کې له بې‌وزلو کسانو سره کړې چې د يوې شفافې پروسې له مخې انتخاب شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه