ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکي د ټکسي او ملي‌بس خدمتونه غواړي

د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکي د ټکسي او ملي‌بس خدمتونه غواړي

author avatar
27 Sep 2023 - 14:43
د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکي د ټکسي او ملي‌بس خدمتونه غواړي
author avatar
27 Sep 2023 - 14:43

فراه (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): فراه کې یو شمېر خلک وايي، د دغه ولایت په مرکز فراه ښار کې د ټکسی هيڅ ډول خدمتونه نشته چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د فراه ښار د پنجلې کلي اوسېدونکی او مدني فعال محمدیونس څپاند وایي: «له بده مرغه فراه د افغانستان هغه ولایت دی چې تر اوسه نه ملي‌بس لري او نه هم ټکسي، که یو څوک وغواړي د ښار له یوې ساحې بلې ته ولاړ سي، پرته له شخصي امکاناتو یا زرنج موټرسایکل نور هیڅ خدمات نشته.»

هغه زیاتوي، تر باغ‌پُل یا دهک سیمې چې د ښار له مرکزه پنځه کیلومتره واټن لري، خلکو ته ټکسي خدمتونه نشته.

نوموړي وویل: «د فراه پوهنتون او ولایتي روغتون چې د ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري، هم نه ملي‌بس ورته شته او نه ټکسي.»

څپاند دغه راز له مسوولینو غواړي چې خلکو ته دې په ښار کې د ټکسي خدمتونه برابر کړي څو خلکو ته له یوه ځایه بل ته په تلو راتلو کې اسانتیا جوړه شي.

د فراه ښار اوسېدونکې مرضیه فراهي هم د ښاري ټکسي خدمتونه د خلکو لپاره مهم ګڼي او وايي، ښار کې د خلکو ګڼه‌ګوڼه ډېره وي؛ نو ځکه ترانسپورټ ریاست باید هغوی ته د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه وایي: «لکه څنګه چې فراه ښار له هره اړخه کمبودات لري، یو کمبود د ښاري ټکسیو نشتوالی دی؛ ځکه په فراه کې زرنج ګاډی چلېږي او که ټکسي خدمات فعال شي نو دا به غوره وي.»

د فراه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي یو محصل محمدنسیم وایي، په فراه کې د ټکسي خدمتونو نه شتون، محصلینو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه، پوهنتون له ښاره لرې دی، ټکسي خدمتونه نشته چې له امله یې محصلین خپلو درسونو ته پر وخت نه شي رسېدای.

نوموړي وویل: «له ښاره تر پوهنتون پورې شاوخوا ۱۵ کیلومتره واټن دی، په دغه مسیر منظم ټکسي خدمتونه هم نشته او ډېری وخت محصلین خپلو درسونو ته پر وخت نه شي رسېدلی.»

هغه د دغه ولایت د ترانسپورټ له ریاسته غواړي چې ټول ښار، په ځانګړې توګه پوهنتون ته دې د ټکسي خدمتونه برابر کړي.

بلخوا د دغه ولایت د ترانسپورټ ریاست مسوولین د خلکو ستونزې مني خو وايي، په پام کې ده چې ډېر ژر په ښار کې ټکسي خدمتونه پيل شي.

د فراه د ترانسپورټ رییس مولوي حکمت‌الله سبحاني اغا پژواک ته وویل، څه موده مخکي يې د پوهنتون، ولایتي روغتون او لوا ساحو لپاره یو کاسټر موټر برابر کړ خو په خبره يې چې موټر ته سواري نه پيدا کېده او دغه پرېکړه بېرته واخیستل شوه.

نوموړی زیاتوي: «په پام کې لرو چې د فراه مرکزي ساحو لکه باغ‌پُل، ولایتي روغتون، پوهنتون او ښار ته نږدې کلیو او ساحو کې ټکسي خدمتونه پيل کړو او په دې اړه مو له خصوصي سکټور سره هم خبرې کړې دي.»

Views: 189

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.