غزني کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د غزني د ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سيالۍ پیل شوې.
د غزني د ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سيالۍ پیل شوې.
د بامیان ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د وزلوبې سیالۍ د یکاولنګ لومړي نمبر ولسوالۍ د چاپاندازانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د ازادو سیالیو افغان ورزشکار بازمحمد مبارز وایي چې په راتلونکې مارچ میاشت کې له خپل فرانسوي سیال «جوهان وان ډي هیل» سره سیالي ترسره کوي.
د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې د ۱۸ او د سرپل په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېببال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
ټاکل شوې چې نن د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اووریزو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ پیل شي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي، په کابل کې د والیبال درېیم پړاو غوره لیګ سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري د هېواد کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي د یو ورځنیو لوبو په تازه درجهبندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ وروستۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه په داسې حال کې نن تر سره کېږي، چې دا لړۍ سریلانکا ګټلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې نیکولاس ټرېورلي د کرکټ ملي لوبډلې د فزیکي تکړښت د نوي روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېتې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو دریېو نړۍوالو شل اوریزو سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړې ده.
د سرپل د والیبال ټورنمنټ چې له مرکز او ولسوالیو د شپږو ټیمونو په ګډون پیل شوی و، د سرپل د ښاروالۍ ټیم په اتلولۍ او د کوهستانات ولسوالۍ د الجهاد ټیم په نایب اتلولۍ پای ته ورسېد.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
سریلانکا د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې هم افغانستان ته په ماتې ورکولو د درېیو لوبو لړۍ دوه پر صفر وګټله.
اسټرالیا په پای لوبه کې هندوستان ته په ماتې ورکړلو د ۱۹ کلنو لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو اتلولي وګټله.
د کندوز د سپورت مسوولين وايي، دغه ولایت کې د افغان او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ اووه ازادې سيالۍ ترسره شوې چې د ټولو سياليو ګټونکي افغانان دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ملي لوبډله د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن له سریلانکا سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
د غزني د ورزش امریت وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د پکتيا د ورزش رياست وايي چې دغه ولایت کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان اتلتیک فدراسیون وایي چې یوه افغان ورزشکار خوشحال سادات د عراق په کوربهتوب د ځغاستې نړۍوالو سیالیو کې د نقرې مډال ګټلی دی.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې ګڼ شمېر ملي او نړۍوال ریکارډونه جوړ شول.
سریلانکا له یوې په زړې پورې سیالۍ وروسته افغانستان ته په لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس وايي، هلمند ولایت کې به د نورو اړوند چارو ترڅنګ ډېر ژر د کرکټ اکاډمۍ د جوړولو چارې پیل شي.
اسټرالیا د ۱۹ کلنو لوبډلو یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په دویمه نیمه پای لوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې له سریلانکا سره خپله لومړۍ لوبه سبا ترسره کړي.