کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ملي لوبډله د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن له سریلانکا سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له سریلانکا سره ترسره کوي.
د کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، دغه لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین یوه نیمه بجه پیلېږي.
دغه راز افغانستان به خپله درېیمه یوه ورځنۍ لوبه د روانې فبرورۍ په ۱۳مه له سریلانکا سره ترسره کړي.
دغه راز د افغانستان او سریلانکا ترمنځ به له یو ورځنۍ لوبو وروسته د شل اوریزو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ د فبرورۍ په ۱۷مه پیل شي.
د یادونې ده، وړمه ورځ سریلانکا په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن