منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ښځې

۹۸۹ راپورونه

راپورونه

سرچینه: حکومتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو شمېر څه باندې ۸۶۰۰۰ ته رسېږي

د ا.ا د یوې موثقې سرچینې معلوماتو له مخې، په حکومت کې د ښځينه کارکوونکو ټول شمېر ۸۶ زره او ۴۹ ته رسېږي چې له دې ډلې ۱۷۶ یې بالمقطع او ۷۹۵۱۹ رسمي او برحاله کارکوونکې دي او ۶۳۵۴ نورې کارکوونکې په کورونو کې خپل معاش ترلاسه کوي.

بامیان کې یوې نجلۍ د خیاطي کارګاه په جوړولو لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

د بامیان ولایت اوسېدونکې امنې اکبري چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو له امله له تحصیله پاتې شوې، د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو په دغه ولایت کې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

غور کې یو شمېر ښځې نسايي ولادي ناروغانو ته د ځانګړو روغتیايي مرکزونو جوړېدو غوښتنه کوي

د غور ولایت د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکې وايي، لا هم ځینې میندې روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله د زېږون لپاره کلیوالي دایو ته ورځي چې دغه کار په ځینو مواردو کې د مور او ماشوم د مړینې لامل کېږي.

غړي

د امر باالمعروف وزارت: هېڅوک حق نه لري له ښځو سره تاوتریخوالی وکړي

یوناما افغانستان کې د ښځو پر وړاندې «د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د چټکو» اقداماتو غوښتنه کړې، خو ا.ا وایي، په دې برخه کې یې ډېر کار کړی او هېڅوک حق نه لري چې له مېرمنو سره تاوتریخوالی وکړي او یا یې پر شرعي حقونو سترګې پټې کړي.

غړي

غور کې په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو اړوند څه باندې ۶۵۰ قضیو ته رسېدنه شوې

د غور د امر بالمعروف ادارې مسوولین وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې په دغه ولایت کې د ښځو اړوند ۶۵۵ قضیو ته چې په هغو کې د اجباري ودونو، میراث، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او حقونو قضیې شاملې دي، رسېدنه شوې ده.

دایکنډي کې د لاسي صنایعو برخه کې د بوختو ښځو شمېر ډېر شوی خو تولیدات یې ښه بازار نه لري

د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې یو شمېر هغه مېرمنې چې ټولې هیلې یې په لاسي صنایعو پورې تړلې وايي، نورو برخو کې د کار نشتوالي له امله یې خیاطي او ګلدوزي ته مخه کړې او له حکومته غواړي چې ملاتړ یې وکړي.

کابل کې یوې سوداگرې‎ ۷۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده  

کابل ښار کې یوه سوداګره فرشته هاشمي چې د ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو په پانګونه یې د لاسي صنایعو برخه کې کاروبار پیل کړی او اوس یې ۷۰۰ نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې وايي، هغه ښځې چې بېکاره دي، هم کولای شي په پنځه‌ زره افغانیو کوچني کاروبارونه پیل کړي.

بغلان کې د لاسي صنایعو کارخونو کې کار کولو ته د نجونو لېوالتیا ډېره شوې

بغلان کې د ښځو د لاسي صنایعو د کارخونو مسوولانې وايي، د پخوا په پرتله اوس له دوی سره په کارخونو کې کار کولو ته د نجونو لېوالتیا ډېره شوې چې لامل یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو ځنډېدل دي.

هرات کې یوه متشبثه؛ د رسټورانټ په جوړولو مې ښځو ته د افکارو تبادلې او مطالعې مناسب چاپېریال برابر کړی

هرات کې یوه ښځه چې د یونیم میلیون افغانیو په پانګونه یې د ښځو لپاره ځانګړی رسټورانټ جوړ کړی وايي، دلته د خوړو خدماتو ترڅنګ ښځو ته د افکارو د تبادلې او مطالعې مناسب چاپېریال هم برابر شوی دی.

نور راپورونه