Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه کروندګره نجلۍ: کروندګري زما د راتلونکي د تضمین یوه لاره ده څو پر خپلو پښو ودرېږم

شبرغان (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۳): کروندګري چې ډېری د نارینه‌وو کار دی، خو ۲۴ کلنه ذکیه نوري د شبرغان په یوه کلي کې له سهاره تر مازیګره له خپل سپین‌ږیري پلار سره پر ځمکو کار کوي څو د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.

ذکیه چې د شبرغان ښار د «اته خواجه» کلي اوسېدونکې ده د یوه کروندګر مشره لور ده، هغه کروندګر چې خپل ټول عمر یې په ځمکه کې پر کار کولو تېر کړی څو خپلې مېرمن او ماشومانو ته نفقه برابره کړي.

ذکیې پژواک خبري اژانس ته وویل چې له کوچنیوالي څخه یې پر ځمکه د کار کولو لېوالتیا درلوده.

د سهار نهه بجې دي، ذکیې خپله توره چپنه واغوسته ټکرۍ یې پر سر کړ، لور یې واخیست او د ځمکو پر لور چې پالک یې پرې کرلي وو، روانه شوه، هغې په ثابتو ګامونو ګړندی مزل کاوه.

څنګه چې د ځمکې سر ته ورسېده، پلار ته یې په نرمه مسکا سلام ورکړ او پوښتنه یې وکړه چې له کوم پټي څخه خیشاوه پیل کړي.

هغې د پلار کړوپې ملا او چاودلو لاسونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، اوس یې د پلار چې ۷۰ کلن دی، د کار کولو وخت نه دی خو اړ دی چې کار وکړي؛ ځکه کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو لپاره بله لار نه لري.

هغې خپل چپنه منظمه کړه، د پالکو د پټي په یوې څنډه کېناسته او خپل کار یې پیل کړ.

ذکیې په خپلو نازکو لاسونو له پالکو څخه اضافه واښه لرې کول، رسېدلو پالکو ته یې په اشارې وویل: «څو ورځې وروسته نوی کال دی، ډېر خلک پالک اخلي، زموږ پلور ډېرېږي.»

هغه چې له خپل ټولو ورونو او خوېندو څخه مشره ده خو تر اوسه یې واده نه دی کړی، وايي چې پرېکړه یې کړې چې خپل پلار ته اوږه ورکړي او تر هغه وخته واده ونه‌کړي چې دواړه وروڼه يې د خپل پلار ترڅنګ په ځمکه کار وکړي.

ذکیه نه یوازې د خیشاوې، بلکې د اوبو کولو او د پالک او ګندنې رېبلو او راټولولو برخه کې هم خپل پلار سره مرسته کوي.

نوموړې وایي چې په خپله ځمکه د سبزیو ترڅنګ، لوبیا، نخود او غنم هم کري چې د هغو له حاصلاتو د خپل کور ورځني لګښتونه پوره کوي او کال کې یوه څه پیسې هم سپموي.

ذکیه چې خپلې روښانې راتلونکې ته هیله‌منه ده، زیاتوي: «هره شنه پاڼه چې له ځمکې پورته کوم ماته د ژوند معنا لري، دا کار یوازې یوه حرفه نه ده، بلکې راتلونکې ته مې یوه لاره ده څو په خپلو پښو ودرېږم.»

هغې وویل، د دوی په کلي کې ډېرې ښځې شته چې په ځمکو کې کار کوي، له حکومته او د کرنې په برخه کې له همکارو موسسو غوښتنه کوي چې له بزګرو ښځو ملاتړ وکړي او د دوی ته دې روزنه ورکړل شي.

ورته مهال، د شبرغان ښار د «یګه باغ» کلي یوه اوسېدونکې ۵۰ کلنه فاطمه چې ۳۰ کاله کېږي په پټیو کې کار کوي او د ځمکو له حاصلاته د خپلې کورنۍ اعاشه برابروي وایي: «له کوم وخته مې چې یادیږي زما لاسونه له خاورو او بېلچو سره بلد دي.»

فاطمه هم لکه د ذکیې په څېر د خېشاوې، لو او د ځمکې حاصلاتو راټولولو برخه کې له خپلو ورونو سره مرسته کوي او خوشحاله ده چې له خپلې کورنۍ سره مرسته کوي.

هغه وایي چې په خپلو ځمکو سبزي، غنم، خټکي، او هندواڼې کري.

خو فاطمې وچکالي او د اوبو کمښت خپلې اساسۍ ستونزې یادې کړې او ويې ویل چې له همدې امله تېرو کلونو کې د بزګرو حاصلاتو کې کموالی راغلی دی.

ورته مهال، د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر رستم کریمي له ښځینه ‎بزرګرو څخه د ملاتړ او د دغه ریاست د راتلونکو پروګرامونو لپاره د ترسره شو اقداماتو په اړه وویل: «موږ د ښځینه بزګرو د توانمندۍ برخه کې ډېر اقدامات تر سره کړي، د همکارو موسسو په همکارۍ مو د شبرغان ښار لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې ۲۵۰ ګل‌خانې جوړې کړې دي.»

نوموړي وویل: «موږ په راتلونکې کې پلان لرو څو ښځینه بزګرو ته ډېر روزنیز او حمایتي پروګرام تر سره کړو څو د هغو سهم د سیمې د کرنې او اقتصاد کې ډېر شي.»

هغه وویل، شاوخوا ۱۵۰ بستې مرخېړي د موسسو په همکارۍ د دغه ولایت په ولسوالیو او کلیو کې ښځينه بزګرو ته ورکړل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، جوزجان کې څه باندې پنځه سلنه ښځې د ګل‌خانې، د مرخېړي، زعفرانو او د کرنې نورو برخو کې پر کار بوختې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.