منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۱ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

نړیوال خبرونه

۲،۷۶۱ راپورونه

راپورونه

غزه کې د امکاناتو نشتوالي او محدودیتونو له امله د سرطاني ناروغانو د مړینې کچه لوړه شوې ده

د راپورونو له مخې، په غزه کې ډاکټران وايي چې په دې سیمه کې د سرطاني ناروغانو د مړینې کچه د جګړې له پیله د مخکې په پرتله دوه تر درې برابره لوړه شوې؛ ځکه ډېری ناروغان د امکاناتو له نشتوالي او بهر ته د تلو له محدويتونو سره مخ دي.

جاپان کې بې‌‌مخينې باران؛ څلور کسان مړه او زرګونه مسافر ناريتا هوايي ډګر کې بند پاتې دي

د راپورونو له مخې، د جاپان په چیبا ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي، یو کس ورک دی او شاوخوا ۷۰۰۰ مسافر د ناریتا نړۍوال هوايي ډګر کې بند پاتې دي.

سوریه کې د روسیې پوځي اډې د دغو هېوادونو پر ګډو روزنیزو مرکزونو بدلېږي

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد او روسیه په سوریه کې د مسکو د حضور د بیا تنظیم په اړه هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې ملکي تاسیسات د سوریې د حکومت تر مدیریت لاندې وي او د روسیې پوځي اډې به پر ګډو روزنیزو مرکزونو بدلې شي.

د ترکیې ولسمشر سعودي عربستان ته ولاړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن سعودي عربستان ته په یو ورځني رسمي سفر ولاړ؛ ټاکل شوې ده چې نوموړی د دغه هېواد له ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان او د پاکستان…

جرمني کې یو افغان پر عمري بند محکوم شوی

د راپورونو له مخې، د جرمني د مونیخ عالي محکمې یو ۲۵ کلن افغان د کارګرانو پر يوې اعتراضي غونډه د موټر په وسيله قصدي بريد له امله پر عمري بند محکوم کړی دی. د…

نور راپورونه