نړیوال خبرونه
راپورونه
هند کې د یوې څاه سر لوېدو پېښه کې ۵۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د هندوستان په یوه معبد کې د څاه چت لوېدو له امله ۳۵ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان اقتصادي کړکېچ؛ عایشه غوث: ایاېماف د باور نه لرلو له امله د پور هوکړه ځنډولې
د پاکستان د ماليې په چارو کې د دولت وزیره عایشه غوث وايي چې د پيسو نړۍوال صندوق (ایاېماف) پر پاکستان د باور نشتوالي له امله د پور هوکړه ځنډولې ده.
ترکیې په ناټو کې د فنلېنډ غړیتوب ومانه
ترکیې په ناټو کې د فنلېنډ غړېتوب غوښتنلیک تصویب کړ او له دې سره به دغه هېواد د ناټو يودېرشم هېواد و اوسي.
د دوو چورلکو د ټکر له امله نهه امریکایي سرتیري وژل شوي
امریکایي چارواکي وایي چې په کنټاکي ایالت کې د پوځ د دوو چورلکو د ټکر له امله نهه سرتیري وژل شوي دي. د امریکا د پوځ یو تن ویاند ویلي چې دا پېښه تېره شپه…
سرچینې: یوه افغان کډوال پرتګال کې دوه ښځې وژلي
ځینو رسنیو خبر ورکړی چې یوه افغان د پرتګال د لیسبون ښار د مسلمانانو پر یوه مرکز برید کړی او هلته یې دوه ښځې د چاقو په واسطه وژلې دي.
سعودي کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۹ عمرهکوونکو ته مرګژوبله اوښتې
په سعودي عربستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ عمرهکوونکي مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې د روسیې د ولسمشر پوتین د نیولو حکم کړی
د جرمونو نړۍوالې محکمې اعلان کړی چې د اوکرایني ماشومانو د "غیر قانوني ایستلو" په تور د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم یې کړی دی. دامریکا غږ د خبر له مخې، د…
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې اورلګېدنې له امله ۱۰ کسان مړه شوي
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي: له اسلامه د وېرې پر وړاندې باید مبارزه وشي، مسلمانان له زیاتېدونکي تبعیض سره مخ دي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي له اسلامه د وېرې پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې او ویلي، مسلمانان له زیاتېدونکي تبعیض سره مخ دي.
د ایران په تبریز کې چاودنه شوې؛ پنځه کسان وژل شوي
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په تبریز ښار کې د چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
ایران او سعودي د چین په منځګړیتوب د اړیکو بیا جوړولو موافقه وکړه
ایران او سعودي عربستان د چین په منځګړیتوب تر څو کلن کړکېچ وروسته د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیلولو هوکړهلیک لاسلیک کړ. د ایران او سعودي ترمنځ له څو لسیزو راهیسې د ایران او عراق،…
د جرمني پر یوې کلیسا برید کې ۷ کسان وژل شوي
د جرمني د هامبورګ ښار پر یوه کلیسا وسلهوال برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
بلوچستان کې ځانمرګي برید ۱۵ پولیسو ته مرګژوبله اړولې
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ځانمرګي بريد له امله ۹ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د امریکا یوه هوايي ډګر کې یو کس الوتکه کې د چاودېدونکو توکو لېږدولو په تور نیول شوی
د امریکا پنسلوانیا ایالت هوايي ډګر کې یو کس په الوتکه کې د چاودېدونکو لېږدولو په تور نیول شوی دی.

























