ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران او سعودي د چین په منځګړیتوب د اړیکو بیا جوړولو موافقه وکړه

ایران او سعودي د چین په منځګړیتوب د اړیکو بیا جوړولو موافقه وکړه

author avatar
11 Mar 2023 - 01:21
ایران او سعودي د چین په منځګړیتوب د اړیکو بیا جوړولو موافقه وکړه
author avatar
11 Mar 2023 - 01:21

اټلانټا (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۱): ایران او سعودي عربستان د چین په منځګړیتوب تر څو کلن کړکېچ وروسته د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیلولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د ایران او سعودي ترمنځ له څو لسیزو راهیسې د ایران او عراق، یمن او سوریې جګړې پورې پر بېلابېلو موضوعاتو شخړې روانې وې؛ تر دې چې د سعودي عربستان د تېلو تولید پر مرکز د بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) برید تور هم پر ایران لګول شوی و، خو تهران په دغه برید کې لاس لرل رد کړي وو.

دا موافقه -چې روانه اونۍ د چین په پلازمېنې بیجینګ کې وشوه- چین لپاره د یوې لویې ډیپلوماتیکې بریا په توګه ګڼل کېږي؛ ځکه د فارس خلیج هېوادونه داسې ګڼي چې د امریکا متحده ایالتونه په ارامه توګه له لوی منځني ختیځ څخه وځي.

ایراني رسنیو د ایران، سعودي عربستان او چین درې‌اړخیزه اعلامیه خپره کړې چې پکې د تهران او ریاض ترمنځ د اختلافونو د حل او خبرواترو لپاره د چین د ولسمشر شي جین پینګ د پام وړ نوښت ستاینه شوې ده.

په دغه اعلامیه کې راغلي، د خبرو په پایله کې د ایران اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان پاچا موافقه وکړه چې ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیلوي او په دوو میاشتو کې دننه سفارتونه بېرته پرانیزي.

د تهران او ریاض ترمنځ دا هوکړه په داسې حال کې شوې چې ډیپلوماتان هڅه کوي د یمن څو کلنه جګړه پای ته ورسوي. د یمن په جګړه کې ایران د یمن حوثي یاغیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د دغه هېواد د ګوښه شوي حکومت ملاتړ کوي.

د ایران یوې دولتي رسنۍ ځیني عکسونه او ویډیو خپره کړې چې پکې د ایران د ملي امنیت عالي شورا مشر علي شمخاني د سعودي او یوه چینايي چارواکي ترڅنګ ولاړ دی.

د ایران دولتي ټلویزیون خبر ورکړی چې د دې پرېکړې له پلې کېدو وروسته به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سفیرانو د تبادلې چمتووالي لپاره له یو بل سره وویني. د دغه راپور له مخې، د ایران او سعودی عربستان ترمنځ د ډپلوماټیکو اړیکو بیا پیلولو لپاره خبرې اترې په څلورو ورځو کې ترسره شوې دي.

سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغه له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې چې د ایران په پلازمېنې تهران کې د سعودي پر سفارت او کونسلګرۍ او په مشهد کې پر یوې بلې کونسلګرۍ د اعتراض کوونکو له خوا بریدونه وشول.

د سعودي عربستان پر ډیپلوماټیکو دفترونو برید وروسته له هغه وشو چې ریاض په ۲۰۱۶ کال کې یو مشهور شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر اعدام کړ.

وروسته له هغې چې د ایران او سعودي عربستان ډيپلوماتیکې اړیکې پرې شوې، په منځني ختیځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شو، په تېره بیا کله چې امریکا د ۲۰۱۸ کال په می میاشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه په یواړخیز ډول ووت.

Visits: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.